بلخ کې د ترافیکي پېښې له امله د دوو کورنیو ترمنځ رامنځته شوې شخړه هواره شوه
سهشنبه ۲۹ جمادیالأولی ۱۴۴۸
د بلخ ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست د رئیس مولوي سردار محمد محمدي په مشرۍ او د قومي مشرانو په منځګړیتوب، د دوو کورنیو ترمنځ هغه شخړه د خبرو او جوړجاړي له لارې حل شوه، چې شاوخوا یوه میاشت وړاندې د یوې ترافیکي پېښې له امله رامنځته شوې وه.
په یاده پېښه کې له یوه لوري څخه یو تن خپل ژوند له لاسه ورکړی و او د دواړو خواوو ترمنځ د لويو جنجالونو له وجې د هغوی ژوند په ستونزو کې تېرېده.
د يادې روغې په موخه له ښکېلو دواړو لوریو څخه د جوړجاړي هوکړه لیکونه واخیستل شول او د يوې عادلانه پرېکړې له مخې يې پخلاينه رامنځته شوه.
