د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد مصطفی ص نیکمرغه میلاد ولمانځل شو!

mobta-af
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۸/۲۱ - ۱۰:۵
د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد مصطفی ص نیکمرغه میلاد ولمانځل شو!

د فراه ولایت د سرحدونو او قبایلو چارو ریاست له لوري د حضرت محمد مصطفی"ص" د مبارک میلاد په مناسبت یوه لویه او منور غونډه جوړه شوه، چې په کې د ولایت مقام مرستیال او سرپرست والي ښاغلي مسعود بختور د ولایتي شورا سرپرست رئیس اوغړو د ولایتي تولو ملکي اونظامي ادارو مسئولینو، ولسوالانو، دیني عالمانو، مخورو، قومي مشرانو، ځوانانو، خویندو او ورونو په شمول (۶۰۰) تنو زیاتوکسانو برخه اخیستې وه.

دغونډې په پیل کې دقرانکریم مبارک ایاتونه تلاوت شول، وروسته بیا دسرحدونو اوقبایلو چارو رئیس محمداکبر"عمر" د غونډې برخوالوته ښه راغلاست ووایه او دحضرت محمد مصطفی"ص" دمبارک میلاد په مناسبت یی د غونډې برخوالوته ته مبارکی وویله او د انحضرت"ص" د ژوند اوسیرت په باره کی خبرې و کړې.

ورپسی د کوچنیو نجونو د ترانې ټیم دحضرت محمد"ص" دصفاتو په اړوند عربي ښکلې ترانه وویله ورپسی دولایتی شورا رئیس سرپرست رئیس شاه محمود نعیمی وینا وکړه ورپسی د امام ابو حنیفه جامع جومات خطیب مولوی عبدالمنان عالمانه وینا وکړه وروسته داهل تشیع علماوو په استازیتوب عزت الله نظری خبری وکړې.

همداراز د احمدشاه بابا د ترانې ټیم ښکلې اسلامي ترانه وړاندې کړه، دولایت مقام مرستیال او سرپرست والی ښاغلي مسعود دحضرت محمد مصطفی "ص" دژوند په باره کی خبرې وکړې اوهمدارنگه دسولې په اړوند یې هم خبرې وکړې له ولسونو یې وغوښتل چه تربل هروخت دسولې درارسیدو امکانات زیات شوی بناء علما اوټول فراهی ولس باید دسولې دتاءمین په اړوند خپل کوششونه زیات کړی وروسته د حج او قافو رئیس عبدالجبار مطمین خبرې لنده وینا وکړه وروسته مفتی کریمی الله حنفي اختتامیه دعا وکړه.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۰:۱۲
Background image

باميان ولايت کې د کوچيانو او مېشتو اوسېدونکو ترمنځ شخړه حل شوه

 

چهار شنبه ۱ محرم الحرام ۱۴۴۸

د باميان ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمر د ولايتي اداري په ملتيا د دغه ولايت په پنجاب ولسوالۍ کې د کوچيانو او مېشتو اوسېدونکو ترمنځ د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۰:۸
Background image

ارزګان کې د يوې ترافيکي پېښه له امله راپورته شوې شخړه هواره شوه

 

چهار شنبه ۱ محرم الحرام ۱۴۴۸

د ارزګان ولايت په مرکز ترينکوټ کې د يوې ترافيکې پېښې له امله راپورته شوې شخړه د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمر ملا عبدالهادي حاجي امين. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۰:۷
Background image

هلمند کې دوه جلاجلا مرګوني شخړې هوارې شوې

 

سه شنبه ۳۰ ذوالحجة الحرام ۱۴۴۷

د هلمند ولايت ناوه ولسوالۍ په ګوهرګين سيمه کې د دوو کورنيو ترمنځ د ځمکې د اوبو پر سر را پورته شوې شخړه، چې له کبله يې يوکس وژل شوی او اته نور پکې. . .

BACK TO NEWS

User account menu