د اداري مجلس جوړېدل!

mobta-af
دوشنبه ۱۳۹۸/۸/۲۷ - ۱۰:۱۶
mobta

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محمد شفیق ګل اغا شېرزي په مشرۍ اداري مجلس کې، چې د دغه وزارت د مشرتابه پلاوي په ګډون نن یکشنبه د ۱۳۹۸ لمریز کال د لړم میاشتې پر۲۶ مه نېټه جوړ شو، اړوند ادارو د ترسره شویو کړنو او فعالیتونو رپوټونه وړاندې کړل.

د مجلس په پیل کې د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محمد شفیق ګل اغا شیرزي کندهار ته د خپل سفر په اړه خبرې وکړې، د کندهار له خلکو سره یې د ولسمشر د ویډیویي کنفرانس او د هغه لخوا د کندهار مشرانو وړاندیزونو او نظریاتو ته د ځوابونو ورکولو یادونه وکړه. وې ویل چې موږ په خپل سفر کې د بې ګناه او ناقانونه نېولو او بندیانولو او له خلکو سره د ظلم او بد چلند په اړه د کندهار له ځېنو څارنوالانو او قاضیانو سره خبرې وکړې. هغوی ډاډ راکړ چې په دې اړه به جدي پلتنه کوي.
ښاغلي شېرزي وویل: چې له دې امله د کندهار په شمول د شپږو ولایتونو خلک ډېر اندیښمن دي،خو هڅه مو وکړه، چې هغوی ته قناعت ورکړو او د خبرې حل ته سوله ییزه لار پيدا کړو، چې په دې اړه به بشپړ رپورټ وروسته خپور کړو.
همدا راز ښاغلي شيرزي د جرګو او همغږۍ ریاست له کړنو څخه هم خوښي څرګند کړه.
ورپسې د وزارت مسلکي مرستیال ښاغلی داکتر فریدون بارکزی د کابینې د تېرې غونډې د موضوعاتو په اړه لنډ معلومات وړاندې کړل وې ویل: چې د یو لړ نورو موضوعګانو تر څنګ ښاغلي ولسمشر وویل: چې په نږدې وخت کې به د سولې لپاره هڅې ګرنډۍ کړي. د هغې سولې لپاره ، چې هغه واضح ، با عزته او د افغانانو تر رهبري لاندې وي او جګړو ته د تل لپاره دپای ټکی کښیږدی . همدا رازيې له ولسمشر څخه لدې امله ، چې تعلیمی بنسټونو او د وزارت د اړوند لېسو د ستونزو او اړتیاوو په حل کې مرسته او پاملرنه کوي مننه وکړه.

ښاغلي بارکزي د وزارت په اړوند لیسه خوشحال خان کې د ۲۳ تنو هغو زده کوونکو ، چې بد سلوک او چال چلندیې درلود یادونه وکړه ، وې ویل چې هغوی له لیسې اېستل شوي دي، او هغوی چې داصلاح وړ دي نورو لېسو ته تبدیل شوي دي، زیاته یې کړه موږ ژمن یو چې نور به په هېڅ صورت داسې بې نظموته په لېسو کې ځای نه وي.
همدا راز یې په ننګرهار کې د پښتونستان لېسې د خدماتي چارو د ارزونې لپاره د ښوونې او روزنې ریاست تر مشرۍ لاندې یو پلاوي ته دنده وسپارله، تر څنګ یې د وزارت په دوهمو واحدونو کې د اصلاحاتو دوامدارې لړۍ ،د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر په مشرۍ یې د شلو کسو قومي مشرانو او مخورو په ملتیا د سولې هڅو د ابتکار تر لاس لاندې نېولو یادونه وکړه.او په دې ټینګاړیې وکړ ، چې د ښه نظم لپاره باید د بشري زیرمو ریاست حاضري جدي ونیسي .

همدا راز ښاغلي مسلکي مرستیال د پيرمحمد کاکړلېسې د احاطې لپاره بودجه چې جلالتماب ولسمشر یې په اړه ماليې وزارت ته د ورکولو سپارښتنه کړې هم یادونه او خاصه مننه وکړه او مالي او حسابي رئیس ته يې لارښوونه وکړه، چې موضوع د ماليې له وزارت سره تعقیب کړي.

ورپسې مالي او اداري مرستیال ښاغلي شجاع الملک جلاله د وزیرانو شورا غونډې د موضوعاتو په اړه معلومات وړاندې کړل.
وروسته د سرحدي سرغړونو د بررسۍ رئيس جنرال داور د کنړ ولایت د ناړۍ په ولسوالۍ کې د پاکستاني ځواکونو لخوا د سرغړونو او د ستونزې د سوله ییز حل، د څرنګوالي په اړه ، مالي او حسابي رئیس د عادي او پراختیایي بودجې د لګښت کچې، د جرګو او قبایلي چارو رئیس د کندهار د غازي عبدالله خان اڅکزي په لېسه کې د ورکشاپ د جوړېدو او په کابل کې د لسګونو قومي شوراګانو د انسجام د غونډې په اړه معلومات ورکړل.

مجلس په یو لړ نورو مهمو مسایلو چې په هغې کې د باقیاتو د تصفیې په اړه سپارښتنې هم شاملې وي بحث او پرېکړې وکړې او د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ معین ښاغلي محمد یعقوب احمد زی له خوا نظریات وړاندی او وروسته د سولې د ټینګښت په دعا سره پای ته ورسېد.

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۱:۱۴
Background image

په ننګرهار کې د قتل یوه موضوع حل شوه

 

شنبه/ ۱۷ / شوال/۱۴۴۷
د ننګرهار ولایت مهمندرې ولسوالۍ د دوو کورنیو ترمنځ څه موده وړاندې د ماشومانو پر سر پېښه شوې فزیکي شخړه، چې له امله یې یو تن وژل شوی هم و، تېره ورځ د یوې دودیزې
. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۴:۳۵
Background image

په کونړ ولایت کي د کنړ او نورستان له دیني عالمانو، قومي متنفذینو او ځوانانو سره د اسلامي نظام د دفاع د قدرداني په موخه غونډه تر سره شوه

 شنبه/١٧/ شوال/ ۱۴۴۷

د کونړ او نورستان قومي متنفذینو او مخورو نن له غرمې وړاندې د یوې ناستې پر مهال یو وار بیا ډاډ څرګند کړ، چې دوی د نظام ترڅنګ ولاړ دي او په کلکه به یې د هر دُښمن پر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۴:۳۲
Background image

د ننګرهار ولایت له علماوو، قومي متنفذینو، پوهنتون استادانو او ځوانانو سره له اسلامي نظام څخه د دفاع لپاره له درنو خلکو سره غونډه تر سره شوه

 جمعه/۱٦/ شوال/ ۱۴۴۷

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري د یوه پلاوي په مشري، چې د یاد وزارت د جرګو او قبایلو چارو معین الحاج مولوي محمد علي جان احمد، د امربالمعروف. . .

BACK TO NEWS

User account menu