د ادارو ترمنځ د قومونو د انسجام په پار غونډه!

mobta-af
چهارشنبه ۱۴۰۰/۴/۱۶ - ۱۰:۳۶
mobta

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ معین ښاغلي الحاج محمد یعقوب احمدزي په مشرۍ د سیمه ییزو ارګانونو د ادارې او یو شمېر وزارتونو په ګډون نن دوشنبې د چنګاښ میاشتې پر ۱۴ مه نېټه د قومونو د انسجام په موخه د همغږۍ غونډه جوړه شوه.

په یاده غونډه کې، چې د تېرو غونډو په تسلسل جوړه شوې وه، یوه ګډه طرحه جوړه او د هغې په موادو یې بحث او خبرې وکړې ټینګار وشو چې اړوند ادارې به په خپله برخه کې د طرحې مطابق په ګډه او همغږي توګه کار کوي او له یو بل سره په همکارۍ به دغه چاره، چې هغه قومونه سره نږدې کوي، د دوی ترمنځ د اړیکو پراختیا ته زمینه برابروي په ښه او مسؤلانه توګه پرمخ وړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۰:۱۰
Background image

بغلان کې د ۶ کلنې شخړې سربېره بادغيس، بلخ او لوګر ولايت کې جلاجلا شخړې هوارې شوې

يکشنبه ۲۳ ذوالقعدة الحرام ۱۴۴۷ د بغلان ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمريت د استازو او قومي مشرانو د هڅو په پايله کې د دغه ولايت په مربوطاتو کې.

د يوې مېرمنې پر سر راپورته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۹:۵۲
Background image

کاپيسا کې د لس تنو له مرګ ژوبلې وروسته ۱۹ کلنه دښمني د مسؤلينو په هڅو پای ته ورسېده

دوشنبه ۲۴ ذوالقعدة الحرام ۱۴۴۷ کاپيسا ولايت ته د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د شخړو د حل مرکزي کمېټې د يوه پلاوي د سفر په ترڅ کې چې مشري يې د ياد وزارت د دعوت او ارشاد رئيس.

. . .
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۹:۴۶
Background image

په هېواد کې له نفوذ لرونکو شخصیتونو او یو شمېر مخکنیو چارواکو سره کتنه

دوشنبه/٢٤/ ذوالقعده ۱۴۴۷ هـ.ق د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري تېره ورځ د وزارت د ناستو په تالار کې د هېواد له یو شمېر نفوذ لرونکو شخصیتونو او ځینو پخوانیو چارواکو. . .

BACK TO NEWS

User account menu