د آبادۍ او پرمختګ داسې خبرونه او زيري دې ډېر شي!

mobta-af
یکشنبه ۱۴۰۰/۲/۵ - ۹:۱۵
mobta

جمهوررئیس : د مهمند نړیوال روغتون جوړېدل د کمال خان په څېر د ټولو افغانانو لپاره د وياړ خبره ده

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني د لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ نن سهار کندهار ولایت ته له رسېدو وروسته مهمند نړيوال دوه سوه بستريز روغتون پرانيست.

په داسې حال کې چې د جمهوري رياست لومړي مرستيال، د ملي امنيت سلاکار، د چارو ادارې عمومي رئيس، د کابينې يو شمېر غړو، د کندهار والي او په ملي شورا کې د یاد ولایت استازو د جمهوررئیس ملتيا کوله، جمهوررئیس غني د پردې په لیرې کولو سره مهمند دوه سوه بستريز پرانيست او د هغه له روغتیایي مسوولینو سره په جوړه شوې غونډه کې یې ګډون وکړ.

د غونډې په پيل کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستيال يونس مهمند وويل، سوداګرو ته د دولت له لوري د اسانتياوو رامنځته کول دوی په هيواد کې پانګونې ته هڅوي او دې برخې ته یې د حکومت د لا ډېرې پاملرنې غوښتنه وکړه.

ورپسې د مهمند ګروپ رئيس صديق مهمند وويل، مهمند نړيوال دوه سوه بستريز روغتون د کرونا وبا په سختو شرايطو کې د هيواد سويلي حوزې خلکو ته معياري خدمتونه وړاندې کړي او تر دې وروسته به زموږ هیوادوال اړ نه وي چې د درملنې لپاره بهر ته ولاړ شي.

mobta

د جمهوري ریاست عالي مقام لومړي مرستيال امرالله صالح د ياد روغتون د پرانيستې د مبارکۍ ترڅنګ وويل، حکومت له خصوصي سکتور سره نږدې اړيکې رامنځته کړي او په اقتصادي وده کې د دوی رول د ستايلو دی. هغه زیاته کړه، په اوسنيو شرايطوکې پانګونه له وطن سره د مهمند ګروپ د مسوولينو مینه ښيي او له دې سره به د درملنې لپاره بهر ته د وړل کېدونکې پانګې مخه ونيول شي.

جمهوررئیس غني د هغوی د خبرو تر اورېدو وروسته ټولو هيوادوالو په ځانګړي ډول د کندهار خلکو ته د مهمند نړيوال روغتون د پرانيستلو د مبارکي پرمهال وويل، د مهمند روغتون جوړېدل د کمال خان بند په څېر د ټولو افغانانو لپاره د وياړ خبره ده.

د هيواد جمهوررئیس وويل، نن زموږ د روغتيا په تاريخ کې يو نوی فصل دی او د مهمند روغتون معياري خدمتونه او تجهيزات يې وستايل.

جمهوررئیس د کابينې غړو ته لارښوونه وکړه چې تر دې وروسته به ټول لوړپوړي دولتي مسوولين لومړی په مهمند روغتون کې درملنه کوي او که اړتيا وه بهر ته به د درملنې لپاره ځي.

جمهوررئیس له هیواد څخه د بهرنیو ځواکونو وتلو ته په اشارې وویل، نور د جګړې لپاره دلايل ختم دي او پر طالبانو يې غږ وکړ چې راشي او په افغاني همت، يووالي، اراده او درک دا وطن جوړ کړو.

جمهور رئیس غني د خپلو خبرو په پای کې وويل، مهمند روغتون د نوي کندهار انځور دی او د دغه روغتون د مسوولينو ټولو غوښتنو او وړانديزونو ته به رسيدګي وشي.

د مهمند نړیوال روغتون د پرانیستې په اړه د جوړو شویو مراسمو په پای کې د مهمند ګروپ رهبرۍ غړو او د کندهار قومي مشرانو جمهور رئیس ته د عزت پګړۍ ور پر سر او چپن ډالۍ کړه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۰:۱۰
Background image

بغلان کې د ۶ کلنې شخړې سربېره بادغيس، بلخ او لوګر ولايت کې جلاجلا شخړې هوارې شوې

يکشنبه ۲۳ ذوالقعدة الحرام ۱۴۴۷ د بغلان ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمريت د استازو او قومي مشرانو د هڅو په پايله کې د دغه ولايت په مربوطاتو کې.

د يوې مېرمنې پر سر راپورته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۹:۵۲
Background image

کاپيسا کې د لس تنو له مرګ ژوبلې وروسته ۱۹ کلنه دښمني د مسؤلينو په هڅو پای ته ورسېده

دوشنبه ۲۴ ذوالقعدة الحرام ۱۴۴۷ کاپيسا ولايت ته د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د شخړو د حل مرکزي کمېټې د يوه پلاوي د سفر په ترڅ کې چې مشري يې د ياد وزارت د دعوت او ارشاد رئيس.

. . .
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۹:۴۶
Background image

په هېواد کې له نفوذ لرونکو شخصیتونو او یو شمېر مخکنیو چارواکو سره کتنه

دوشنبه/٢٤/ ذوالقعده ۱۴۴۷ هـ.ق د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري تېره ورځ د وزارت د ناستو په تالار کې د هېواد له یو شمېر نفوذ لرونکو شخصیتونو او ځینو پخوانیو چارواکو. . .

BACK TO NEWS

User account menu