دکندهار ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې د WFP موسسې له لوري مرسته شوي خوراکي توکي د KRO ادارې په مرسته ووېشل شول !

یاده مرسته چې د خوړو نوړیوال سازمان WFP لخوا تمویل شوې وه، او د KRO ادارې لخوا یې د وېش چارې پر مخ بیول کېدې ، د لا ښه روڼوالي او مرسته تر مستحقینو او اړمنو رسولو په موخه د کندهار ولایت ، د سرحدونو ،قومونو او قبایلو چارو ریاست لخوایې د نظارت چارې تر سره او له مرسته کوونکو ادارو سره د مسحقینو په تشخیص او هغوی ته د مرستې په رسولو کې ګد کار تر سره شو ، چې له یادې پروسې د مرسته کوونکو ادارو تر څنګ عام او مرسته ترلاسه کوونکي خلک ډېر راضي وو، او پر ټولو ښېګڼيزو او انساني مرستو یې د یاد ریاست نطارت غوښتنه کوله