دطور خم له ترانزیټي دروازې څخه لیدنه تر سره شوه !

mobta-af
شنبه ۱۴۰۰/۱۱/۳۰ - ۲۲:۴۴
mobta

د ننګرهار ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رئیس ښاغلي قاري رحمت الله او ورسره مل پلاوي د طورخم له ترانزیټي دروازې څخه لیدنه وکړه، په طورخم کې د طورخم مدیریت او طورخم نظامي کمیسار سره د مسافرو د تګ راتګ په شته ستونزو او هغوی ته د حل لارو په موندلو بحث وشو ، او د طورخم نظامي کمیسار له لوري مسافرو ته د تګ راتګ په برخه کې د لا ښو اسانتياوو برابرولو ډاد ورکړل شو ، او زیاته یې کړه چې په دې موخه به کوټلي ګامونه واخستل شي ، چې د پایلو په اړه به د سرحدونو،قومونو اوقبايلو چارو وزارت ته راپور ورکړل شي .

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۴:۳۵
Background image

په کونړ ولایت کي د کنړ او نورستان له دیني عالمانو، قومي متنفذینو او ځوانانو سره د اسلامي نظام د دفاع د قدرداني په موخه غونډه تر سره شوه

 شنبه/١٧/ شوال/ ۱۴۴۷

د کونړ او نورستان قومي متنفذینو او مخورو نن له غرمې وړاندې د یوې ناستې پر مهال یو وار بیا ډاډ څرګند کړ، چې دوی د نظام ترڅنګ ولاړ دي او په کلکه به یې د هر دُښمن پر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۴:۳۲
Background image

د ننګرهار ولایت له علماوو، قومي متنفذینو، پوهنتون استادانو او ځوانانو سره له اسلامي نظام څخه د دفاع لپاره له درنو خلکو سره غونډه تر سره شوه

 جمعه/۱٦/ شوال/ ۱۴۴۷

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري د یوه پلاوي په مشري، چې د یاد وزارت د جرګو او قبایلو چارو معین الحاج مولوي محمد علي جان احمد، د امربالمعروف. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۵
Background image

د بایزید روښان انستیتیوت کانکور ازموینه واخیستل شوه

۲۶/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ په کابل کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند بایزید روښان انستیتیوت د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د نویو زده کړیالانو د جذب په موخه د کانکور ازموینه واخیسته.

. . .

BACK TO NEWS

User account menu