دسرحدونو او قبایلو چارو وزارت د خواشینۍ او ډاډګېرنې پیغام!

mobta-af
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۱۰ - ۹:۳۴
mobta

خبر شوم، چې په کندهار کې د وزارت اړوند غازي عبدالله خان اڅکزي عالي لیسې پیاوړی او تکړه استاد عبدالمهيم د هغې ناروغۍ له امله چې ورپېښه شوې وه، وفات شوی دی.

انا لله و انا الیه راجعون

ارواښاد د هېواد یو پیاوړی ادیب او تکړه استاد و، چې د خپل عمر زیاته برخه یې د هېواد د زده کوونکو په ښوونه او روزنه کې تېره کړه، چې خدمتونه یې د هېرېدو نه دي.

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت په داسې حال کې، چې د ارواښاد نشتوالي د هېواد د ښوونې او روزنې په برخه کې ستره ضایعه بولي، نوموړي ته دمنان رب له سپېڅلي دربارڅخه د فردوس جنت، درنې کورنۍ، د یادې لېسې استادانو او زده کوونکو او د کندهار ټولو پتمنو خلکو ته د خپل ژور خپګان مراتب څرګندوي.

محب الله صمیم

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۰:۲۸
Background image

پکتيا کې يوکلنه دښمني په دوستي بدله شوه

 

دوشنبه ۱ رجب المرجب ۱۴۴۷  

د دغه ولايت په مرکز کې د دوو کورنيو ترمنځ نېږدې د يو کال په موده کې رامنځته شوې دښمني، چې ګڼ خپلمنځي اختلافات يې پېښ کړي وو، د پکتيا ولايت د سرحدونو،. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۹ - ۱۴:۱۲
Background image

پکتيا کې د څلورو کورنيو ترمنځ ۳۵ کلنه بدي په دوستي بدله شوه

 

شنبه ۲۹  جمادی الآخرة ۱۴۴۷

د پکتیا ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلینو د قومي مشرانو، علماوو او سیمه ‌ییزو مخورو په همغږۍ د دغه ولايت په څمکنيو ولسوالي کې نېږدې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۰:۱۶
Background image

کندهار کې مسؤلينو دوه کورنۍ سره پخلا کړې

 

 پنجشنبه ۲۷  جمادی الآخرة ۱۴۴۷

د دغه ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلينو د قومي مشرانو او مصلحينو په ملتيا تخته پل ولسوالي کې د دوو کورنيو ترمنځ د څه کم دوه کلونو. . .

BACK TO NEWS

User account menu