درنو هېوادوالو!
د ازادې مبارزې (فري فايټ ) بريا مو مبارک شه!
د وياړ او خوښی ځای دی، چې د هېواد د فري فايټ اتل لوبغاړي احمد ولي هوتک نن خپل برازيلي سيال لیوناردو ته ددغې سيالۍ په دويم رونډ کې ماتې ورکړه او بريا يې خپله کړه.
د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت ددغې سترې بريا له امله د هېواد په دننه او بهر کې مېشتو افغانانو ته او د نننی لوبې ګټوونکي ښاغلي هوتک ته د زړه له کومي مبارکي وايي.
زموږ اتلان دې د ورزش په هره برخه کې بريالي او سرلوړي وي
محب الله صميم
دسرحدونو اوقبايلو چارو وزیر