خوست ولايت کې د ۱۸ کلنې دوښمني ترڅنګ يو بله مرګونې شخړه هم پايته ورسېده

taqi_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲ - ۱۱:۳۲
خوست ولايت د  ۱۸ کلنې دوښمني ترڅنګ يو بله مرګونې شخړه هم پايته ورسېده

پنج شنبه ۲ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د خوست ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو ریاست د مسولینو، قومي مخور، دیني علماوو او مصلحینو په هڅو په خوست ولايت کې هغه شخړه هواره شوه چې د تیرو ۱۸ کلونو په موده کې یې دواړو کورنیو ته د مالي زیانونو تر څنګ ځاني زیانونه هم رسولي وه. جرګه کوونکو د دغې دښمني د پای ته رسېدو په موخه لومړی دواړه کورنۍ دې ته وهڅولې، ترڅو خپل اختلافات پایته ورسوي او د دوستۍ لار خپله کړي . وروسته له هغې، دوی يې د دواړو خواوو اختیارات واخیستل او پریکړي یې صادرې کړې، چې په پایله کې ياده دوښمني په دوستي بدله شوه او جګړه کوونکو کورنيو يو بل ته غاړه وکړه او سر پخلا شول. بلخوا د یاد ولایت باک ولسوالی کې هغه مرګونې شخړه چې د څلور قومونو ترمنځ پیښه شوې وه، او ۱۰ کاله یې دوام کړی وو، له امله یې ۷ کسان په قتل رسېدلي وو، د سرحدو، قومونو او قبايلو چارو ریاست د استازو، ځايي خلکو او علماوو په منځګړيتوب حل فصل شوه. د یادې شخړې د حل کیدو په مراسمو کې مسولينو په هغو قومونو چې په خپلو منځونو کې دښمنۍ لري غږ وکړ چې له بدیو دې لاس په سر شي او د مینې او یووالي ډک ژوند ته مخه کړي. په پایله کې څلور واړه قومونه د منځګړو خبرې و منلې او خوښې یې څرګنده کړه، چې د دوی ترمنځ دا اوږد مهاله شخړه د سرحدونو، قومونو او قبیلو چارو ریاست د مسولینو او جرګوونکو له لوري په پوره غور او هر اړخیز مصلحت حل شوه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۱:۵۳
Background image

نیمروز ولايت کې د مسؤلينو په هڅو لس کلنه شخړه هواره شوه

 

دوشنبه ۸ ربیع الآخر ۱۴۴۸


د نيمروز ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست رئيس مولوي عبدالباري په مشري د اسلامي امارت د ځينو منسوبينو، قومي مشرانو او علماوو په شريکو همکاريو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۰:۵۶
Background image

په ولسوالیو کې د اسلامي شریعت د تطبیق او ولسي همغږي په موخه د عامه غونډو  روانه لړۍ

 

دوشنبه ۸ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د خپلو ولایتي او محلي ادارو په همکاري د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ولسوالیو په کچه د اسلامي شریعت د تطبیق، ولسي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۹:۵۵
Background image

ننګرهار په خوږياڼو ولسوالي کې د نږدې ۳۸ کالو اوږدمهالې بدي حل

 

دوشنبه ۸ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د ننګرهار ولایت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو ریاست مسؤلینو، دیني عالمانو، قومي مشرانو او متنفذینو په هڅو د دغه ولايت په خوږياڼو ولسوالي کې هغه اوږدمهاله. . .

BACK TO NEWS

User account menu