جمهوررئیس د خوست هوایي ډګر پرانیست

mobta-af
یکشنبه ۱۴۰۰/۴/۲۰ - ۱۰:۱۳
mobta

جمهوررئیس محمد اشرف غني نن سهار د لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د خوست ولایت د عمومي وضعیت ارزولو په موخه یاد ولایت ته ولاړ.

خوست ولایت ته له رسېدو سره سم د یاد ولایت مشرانو، ملکي او نظامي مسوولینو، په ملي شورا کې د خوست استازو او متنفذینو جمهوررئیس او ورسره پلاوي ته ښه راغلاست ووایه.

جمهوررئيس غني د خوست هوایي ‌‌‌‌‌‌ډګر له پرانیستې او له والي مهمند کټوازي سره تر کتنې وروسته له متحده عربي اماراتو څخه راغلو مېلمنو سره وکتل او هغوی ته یې ښه راغلاست ووایه.

په پام کې ده چې جمهوررئيس غني به ارشد امنیتي غونډه کې پر ګډون سربېره خوست کې مېشتو امنیتي او دفاعي ځواکونو او د خوست ولایت مشرانو، متنفذینو، ځوانانو او د بېلابېلو اقشارو استازو سره په لویه ولسي غونډه کې د هغوی غوښتنې او وړاندیزونه واوري.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۹:۴۹
Background image

بلخ کې د ۱۰ کلنې شخړې سر بېره هرات کې څلور کلنه او بغلان کې هم شخړه حل شوه

پنجشنبه ۱۶ محرم الحرام ۱۴۴۸

د بغلان ولايت په مرکز پلخمري کې د څو کورنيو ترمنځ راپورته شوې شخړه، چې يو کس پکې وژل شوی و او ګڼې خپلمنځي ستونزې يې را ولاړې کړې وې د دغه ولايت د سرحدونو،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۷
Background image

پکتيا کې د څه باندې درې لسيزو مرګوني بدي په دوستي بدله شوه

 

چهار شنبه ۱۵ محرم الحرام ۱۴۴۸

د پکتیا ولایت احمداباد ولسوالي اړوند د سدخېلو قوم د اځک خېلو په کلي کې د دوه کورنیو ترمنځ ۳۴ کلنه بدي، چې له يوه طرفه یوتن پکې وژل شوي و د ياد ولايت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۴
Background image

(( امنیت د یوه هیواد لپاره حیاتي موضوع ده))

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزير ملا نور الله نوري د اهل تشيع له علماوو، سپین ږیرو او مشرانو سره په جوړه شوې غونډه کې د خپلو خبرو پرمهال وويل: ولس د. . .

BACK TO NEWS

User account menu