اسلامي نظام ثبات، ولسونو د يووالي او انسجام ناستو په ترڅ کې نن په پکتيکا ولايت کې غونډه وشوه

khoram_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۵ - ۸:۳۰
يکتیکا کې غونډه

 

سه شنبه ۱۲/۴/۱۴۴۶
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د ګډ پلاوي په ملتيا د ياد وزارت د جرګو او قبايلو چارو د همغږۍ معين الحاج مولوي محمد علي جان احمد، د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ رئيس مولوي نيک محمد افغاني، مل پلاوي، د پکتيکا والي الحاج ملا عبدالخالق عابد، علماوو او قومي مشرانو ګډون کړی وو. د اطلاعاتو او عامه اړيکو رئيس ښاغلي حقاني د پيل په وينا کې د اسلامي امارت د خدمتونو يادونه وکړه ويې ويل: د امارت له راتګ سره سم د پکتيکا مرکز ښرنې په شمول ۱۴ ولسواليو کې ۱۵ ښوونځي جوړ شوي. هغه زياته کړه نن بيا هم هڅه کوو چې د دغې غونډې له لارې د ولس لومړنۍ ستونزې واورو او د حل په موخه يې هلې ځلې وکړو.

ورپسي د جرګو او قبايلو چارو د همغږۍ معين الحاج مولوي محمد علي جان احمد په خپلو خبرو کې د پکتيکا ولايت ولسونه قهرمان خلک ياد کړل د هغوی ميړانې يې وستايلې او ويې ويل: د دې ولايت خلکو ته د تيرو حکومتونو له لوري هيڅ  ډول خدمت ندى شوى بلکې د دښمن په سترګه ورته کتل شوي. نوموړي زياته کړه: موږ ډاډ درکوو چې د اسلامي نظام مسؤلينو ته اوس ستاسو ټولې ستونزې ور معلومي دي. هغوى دې ته ژمن دي چې د مجاهد ولس د خدمت لپار هره شونې لار ولټوي. ښاغلي احمد له ولسونو وغوښتل چې د دښمن په تبليغاتو و نه غوليږي، حقايق درک کړي، متحد شي او د خپل نظام او خاوري په ساتلو کې ونډه واخلي.

د غه راز د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ رئيس مولوي نيک محمد افغاني وويل: د اسلامي امارت مسولين هڅه کوي ترڅو د  ولسونو ستونزې حل کړي او د دې کار لپاره يې مختلفو ادارو ته کارونه سپارلي، ښه مثال يې د سرحدونو، قومونواوقبايلو چارو وزارت دی، چې، د قومونو ترمنځ د اتحاد او يووالي ترڅنګ د شخړو حل ته جدې پاملرنه کوي او تاسو يې شاهدان ياست چې په تېرو کلونو کې زرګونه منازعي حل کړي دي.

قومي مشرانو د خپلو خبرو په ترڅ کې د اسلامي امارت د کلک ملاتړ ترڅنګ وويل: د نظام او خلکو ترمنځ د داسي ولسي غونډو برابرول په دې دلالت کوي، چې د حکومت او ولس ترمنځ فاصلې نشته، عدل دی، امنيت دی او په پوره صداقت سره د ولسونو خدمت کيږي. دوی زياته کړه موږ د ا.ا.ا  تر څنګ ولاړ يو حمايت يې کوو، په پوره اتحاد او اتفاق يې دفاع کوو او پرې به نږدو چې دښمن پري برلاسى شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۴:۲۰
Background image

خوست ولایت کې د دوو کورنیو تر منځ ۱۳ کلنه دښمني په دوستي بدله شوه

یکشنبه ٥ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د روغو جوړو د لړۍ په دوام، د خوست ولايت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست او د خوست مرکز اړوند ډاب کلي قومي شورا او مصلحینو د خپلو صادقانه هلو ځلو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۵۰
Background image

ننګرهار کې هغه لویه شخړه حل شوه چې ٥ تنه پکې وژل شوي وو

یکشنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د ننګرهار ولایت پچیراګام ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ هغه خونړۍ شخړه چې ۳۵ کاله مخینه یې لرله او له امله یې پنځه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان وو.‏د سرحدونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۴۳
Background image

بلخ کې د یوې لویې شخړې حل

شنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ دبلخ ولایت مرکز مزار شریف کې ددوو کورنیوترمنځ هغه شخړه چې له تېروپنځوکلونو راهیسې روانه وه او دواړو لورو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي وو،دسرحدونو، ق.ق چارو. . .

BACK TO NEWS

User account menu