ا.ا.ا به د اقتصاد د پياوړتيا په موخه زراعت او مالدارۍ له سنتي بڼې څخه په صنعت بدلوي

mobta-af
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۰ - ۱۳:۵۵
Mobta

«نوري»

۱۷/جمادي الثاني/۱۴۴۴ هـ ق

نن سه شنبه د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو معنيت له خوا په غزني ولايت کې ستره ولسي او قومي جرګه جوړه شوه.

ياده جرګه چې د سرحدونو،قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزير الحاج ملا نورالله نوري، د جرګو معين الحاج ملا عبدالخالق عابد، د اطلاعاتو او عامه اړيکو رئيس ملا حمدالله فطرت، د غزني والي خليفه محمد اسحاق اخندزاده، ولايتي مسوولينو او له ولسواليو او مرکز څخه راغليو سلګونو علماوو او قومي مشرانو ګډون کړی وو د غزني ولايت مقام د غونډو په تالار کې رابلل شوې وه.

Mobta

 غونډې ته د غزني ولايت څو تنو مشرانو او علماوو خبرې وکړې، دوئ د اسلامي نظام په ملاتړ او د خپل ولايت ځينې ستونزو په يادولو سره له ا.ا.ا څخه وغوښتل چې د زراعت او مالدارۍ د بهبود لپاره دي بندونه ورغول شي او شفاخانو ته دي ارتقاء ورکړي.

غونډې ته د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزير الحاج ملا نورالله نوري په خپله وينا کې د قومونو تر منځ پر يووالي او د اختلافاتو شاته اچولو ټينګار وکړ، په وينا يې د خپلواکۍ تر ګټلو د خپلواکي ساتل څو برابره ډير سخت او ننګونکی دی.

Mobta

د اسلامي نظام او خپلواکۍ د ساتلو لپاره د قوي اقتصاد رامنځته کول خورا اړين دی چې لله الحمد ا.ا.ا په دې عرصه کې کوټلي ګامونه اخيستي او لا هم د زراعت او مالدارۍ د تقويې لپاره ډير قوي ارادې لري. 

د جرګو او قبایلي چارو دهمغږۍ معين الحاج ملا عبدالخالق عابد بيا د غونډې ګډونوالو ته وويل:  د جرګو او قبایلي چارو دهمغږۍ معين الحاج ملا عبدالخالق غربيانو ډيموکراسي راوړه او شل کاله يې کوشش وکړ دلته يې په خلکو ومني خو د افغانستان مسلمان ولس ډيموکراسي او د ازادۍ په نوم بې بندوباري رد کړه او د اسلامي افغانستان لپاره يې ډيرې قربانۍ ورکړې.

غونډه افغانستان ته د خير په دعا پاي ته ورسيده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۴:۲۰
Background image

خوست ولایت کې د دوو کورنیو تر منځ ۱۳ کلنه دښمني په دوستي بدله شوه

یکشنبه ٥ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د روغو جوړو د لړۍ په دوام، د خوست ولايت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست او د خوست مرکز اړوند ډاب کلي قومي شورا او مصلحینو د خپلو صادقانه هلو ځلو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۵۰
Background image

ننګرهار کې هغه لویه شخړه حل شوه چې ٥ تنه پکې وژل شوي وو

یکشنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د ننګرهار ولایت پچیراګام ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ هغه خونړۍ شخړه چې ۳۵ کاله مخینه یې لرله او له امله یې پنځه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان وو.‏د سرحدونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۴۳
Background image

بلخ کې د یوې لویې شخړې حل

شنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ دبلخ ولایت مرکز مزار شریف کې ددوو کورنیوترمنځ هغه شخړه چې له تېروپنځوکلونو راهیسې روانه وه او دواړو لورو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي وو،دسرحدونو، ق.ق چارو. . .

BACK TO NEWS

User account menu