«موږ هغه ملت يو چې له پيړيو راهيسې پر کانونو او خزانو د پاسه د فقر، غربت او محتاجۍ ژوند کوو» (قومي مشر)

mobta_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۶ - ۲۰:۲۴
Mobta

يکشنبه٢ ربيع اول١٤٤٥

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست وزير الحاج ملا نورالله نوري، د جرگو او قبايلو چارو د همغږۍ معين ښاغلي ملا عبدالخالق عابد او مل پلاوي په هغې ولسي غونډه کې ګډون وکړ چې  سمنگان مرکز او اړوند ولسواليو ګڼ شمېر ولسي وگړو او ديني عالمانو، په ګډون جوړه شوې وه.

په سر کې راغلو ديني عالمانو او قومي مشرانو پخپلو خبرو کې داسلامي امارت له مشرانو څخه  چې د خلکوستونزې اوري او حل لارې ورته لټوي مننه وکړه ویې ویل موږ هغه ملت يو چې له پيړيو راهيسې پر معادنو او خزانو د پاسه د فقر، غربت او محتاجۍ  ژوند کوو دا چې اوس ټول ولسونه تر يوه بيرغ لاندې سره متحد او راټول دي ، امنيت راغلی هیله مندیو لکه څنګه چې اسلامي امارت د اقتصادي پیاوړتیا لپاره په هره برخه کې کار پیل کړی دی همداسي دې د خپلو معادنو قانوني استخراج لا غښتلی کړي او زموږ بې روزګاره ځوانانو ته دې د کار زمينه مساعده کړي.

Mobta

ورپسي د وزارت د جرگو معين ښاغلي عابد د توحيد کليمې ويونکي ټول ولسونه يې د يو بل وروڼه وبلل زياته يې کړه چې د افغانانو تر منځ د متحد اوسېدلو ځينې نور مشترکات هم شته چې ټول يو موټی واوسي.

د غونډي په پاي کې د سرحدونو، قومومو او قبايلو چارو سرپرست وزير الحاج ملا نورالله نوري وويل د افغانستان خلکو د ايماندارۍ ، غيرت، وقار، عزت او شجاعت په څير لوړ صفتونه درلودل ځکه الله تعالی د دين ساتلو لپاره د جهاد سپيڅلی ماموريت ته ځانګړي کړل.

نوري زیاته کړه ملت او امارت لکه په يوه جسد کې روح او بدن داسي حيثيت لري. ملت په سختو شپو کې د مجاهدينو ملا تړلې حق لري چې ټولې مشروع غوښتنې يې ورپوره کړي‌.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۹ - ۱۴:۱۲
Background image

پکتيا کې د څلورو کورنيو ترمنځ ۳۵ کلنه بدي په دوستي بدله شوه

 

شنبه ۲۹  جمادی الآخرة ۱۴۴۷

د پکتیا ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلینو د قومي مشرانو، علماوو او سیمه ‌ییزو مخورو په همغږۍ د دغه ولايت په څمکنيو ولسوالي کې نېږدې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۰:۱۶
Background image

کندهار کې مسؤلينو دوه کورنۍ سره پخلا کړې

 

 پنجشنبه ۲۷  جمادی الآخرة ۱۴۴۷

د دغه ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلينو د قومي مشرانو او مصلحينو په ملتيا تخته پل ولسوالي کې د دوو کورنيو ترمنځ د څه کم دوه کلونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۵:۲۶
Background image

کنړ کې ۲۰ کلنه شخړه په سوله ييز ډول هواره شوه

چهار شنبه ۲۶ جمادی الآخرة ۱۴۴۷ د ياد ولايت مرکز اړوند د دوو کورنيو ترمنځ د شاوخوا شلو کلونو اوږدمهاله شخړه، چې د ځينو ځمکو او بانډو پر سر رامنځته شوې وه او ګڼ اختلافات يې را پارولي وو.د. . .

BACK TO NEWS

User account menu