خوست کې د ۸ کلنې مرګونې دښمني پای

haqani_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۹:۲۹
خوست کې د ۸ کلنې مرګونې دښمني پای

دوشنبه ۲۹ ربيع الآخر ۱۴۴۸

خوست ولایت د باک ولسوالۍ د ترکۍ کلي دوو کورنیو ترمنځ هغه اته کلنه دښمني، چې د دریو کسانو د وژل کېدو او دواړو لوریو ته د لويو مالي زیانونو د رسېدو لامل شوې وه، د يوې قومي جرګې له لارې په سوله او پخلاينه پای ته ورسېده.

یاده پخلاینه د خوست ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست د مشرتابه، د شخړو د حل کمېسیون استازو، د باک ولسوالۍ ولسوال، قومي مشرانو او مصلحینو په منځګړیتوب ترسره شوه، چې پرمهال يې د ښکېلو کورنیو مشرانو د يادو مسؤلینو او قومي مشرانو له هڅو مننه وکړه او د جرګې له پرېکړې یې خپل رضایت څرګند کړ.

د دغې پخلاینې په پای کې دواړو لوریو ژمنه وکړه، چې په راتلونکي کې به له هر ډول شخړو او لانجو څخه ډډه کوي یو بل ته به ستونزې نه جوړوي، بلکې د سولې، ورورولي او اتحاد ژوند ته به دوام ورکوي

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۹:۳۵
Background image

پکتيا کې د ۳۰ کلنه بدي په سوله او پخلاينه بدله شوه

 

دوشنبه ۲۹ ربيع الآخر ۱۴۴۸

د پکتيا ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست مسؤلينو په مشري علماء کرامو، قومي سپين ږيرو او ځايي مخورو د خپلو هڅو په پايله کې د دغه ولايت په څمکنيو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۹:۲۹
Background image

خوست کې د ۸ کلنې مرګونې دښمني پای

دوشنبه ۲۹ ربيع الآخر ۱۴۴۸

خوست ولایت د باک ولسوالۍ د ترکۍ کلي دوو کورنیو ترمنځ هغه اته کلنه دښمني، چې د دریو کسانو د وژل کېدو او دواړو لوریو ته د لويو مالي زیانونو د رسېدو لامل شوې وه،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۹:۲۳
Background image

فراه ولايت ته د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د معين سفر

 

يکشنبه ۲۸ ربيع الآخر ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د سرحدي پلټنو معين مولوي عنايت الله شجاع د مل پلاوي سره يوځای تېره ورځ فراه ولايت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولايت. . .

BACK TO NEWS

User account menu