فراه ولايت ته د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د معين سفر
يکشنبه ۲۸ ربيع الآخر ۱۴۴۸
د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د سرحدي پلټنو معين مولوي عنايت الله شجاع د مل پلاوي سره يوځای تېره ورځ فراه ولايت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولايت له ولايتي استازو او يو شمېر مسؤلينو سره په ليدنه کې د بندري چارو پروضيت او فعاليت خبرې وکړې.
ورسته له دې ښاغلی شجاع د مسؤلينو سره په ملتيا د ياد ولايت د ابونصرفراهي بندر ته ولاړ هلته يې د کميسارۍ له استازو سره په ناسته کې اړينې مشورې شريکې کړې او د بندري چارو تر ارزونې وروسته يې د لاښې همغږۍ په موخه ځيني سپارښتنې هم تر سره کړې.
د دې سفر په ترڅ کې د سرحدي پلټنو معین څرګنده کړه، چې د هېواد د بندري چارو د ارزونې او کتنې موخه د همغږۍ رامنځته کول او په ځینو ځایونو کې د شته ستونزو مشخصول دي، څو په نږدې راتلونکي کې د شته امکاناتو په چوکاټ کې ورته رسېدنه وشي.
