په غور ولایت کې د دوو لویو قومونو ترمنځ سل کلنه دوښمني چې سلګونه کسان پکې وژل شوي وو په دوستي بدله شوه!

khoram2_admin
شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۰ - ۱۷:۳۹
شخړه

شنبه ۲۵/۲/۱۴۴۶

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر الحاج ملا نورالله نوري، د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ مرستیال مولوي محمد علي جان احمد، د جرګو رئیس شیخ حضرت ولي حقاني، د دعوت او ارشاد رئیس مفتي شفیع الله ثاقب او مل پلاوي غور ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دوو لویو قومونو تر منځ شاوخوا سل کلنې سترې دوښمني ته د پای ټکی کېښود.

دغه دوښمني چې په غور ولایت کې د سردارخېلو او تایمني په نامه د دوو قومونو ترمنځ پېښه شوې وه، چې له کبله یې د څه باندې یوې پېړۍ په اوږدو کې سلګونه مړي، زخمیان او بې شمېره مالي زیانونه تر شا پرې ایښي وو، د تېرې جمعې په ورځ د ښاغلي نوري په مشرۍ د یاد ولایت د والي مولوي احمد شاه دین دوست، د علماوو شورا د رئیس مولوي ګل احمد متوکل، د علماوو شورا د غړو او نورو محلي مسؤلینو په همکاري په سوله بدله شوه.

دا شخړه چې د دوی په وینا د زرهاوو جریبه ځمکې پر سر له یوې پېړۍ راهیسې روانه وه، د تېرو حکومتونو په دوران کې هم د دوی ترمنځ ډېر ځله د سولې پرېکړې شوې وې، چې د ښکېلو لوریو د نارضایتي له وجې نا حل پاتې وه او د دوی ترمنځ اوس هم ژور اختلافات موجود وو، خو لله الحمد د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو د وزیر الحاج ملا نورالله نوري په رهبري، د غور د والي، د علماوو شورا رئیس او نورو محلي د مسؤلینو په هلوځلو او منځګړیتوب یې پای وموند.

ښاغلي نوري او مل هیئت د هغو ځمکو د څېړنې او کتنې په موخه دولت یار ولسوالي ته سفر وکړ د کومو پر سر چې دواړو قومونو لانجه درلوده، د سیمې ترکتنې وروسته یې د دواړو لوریو اسناد بررسي کړل، له دوی څخه یې اختیار لیکونه واخیستل او د دواړو خواوو په اړه یې د خیر فیصله وکړه چې وروسته یې د یوې ناستې په ترڅ کې د طرفینو په شتون کې ابلاغ کړه.

د ناستې پر مهال دواړو خواوو په دغه پرېکړه رضایت وښود او ډاډ یې وړاندې کړ چې دوی په دغه فیصله رضایت لري او دا له تېرو لسګونو کلونو را وروسته د غور پر ولس ځانګړی رحم دی، دوی ژمنه وکړه چې نور به له یو بل سره د وروڼو په څېر ژوند کوي، یو بل ته به هيڅ کوم خنډ نه جوړوي او له ځایي مسؤلینو یې د فیصلې د تطبیق په برخه کې د همکاري غوښتنه وکړه، دغه خوښي د ګډونوالو له لوري په تودو احساساتو او د تکبیر په نارو بدرګه شوه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۱۰:۴۵
Background image

په ننګرهار کې د دوو کورنیو پخلاینه 

 

 چهار شنبه ۵  جمادی الآخرة ۱۴۴۷

د ننګرهار ولایت په حصارک او بټي کوټ ولسواليو کې د دوو کورنیو ترمنځ د ځپلمنځي اختلافاتو او تربګنۍ له وجهې رامنخته شوې شخړه تېره ورځ د یوې ناستې په ترڅ. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۱۰:۴۴
Background image

بلخ کې د دوه کلنې شخړې ترڅنګ جوز جان کې هم مرورې کورنۍ سره پخلا شوې

 

چهار شنبه ۵  جمادی الآخرة ۱۴۴۷

بلخ ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست مسؤلينو د قومي مشرانو په همکاري د دغه ولايت په شولګرې ولسوالي کې د ځينو خپلمنځي اختلافاتو له کبله هغه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۱۰:۴۱
Background image

په خوست کې د دوو کورنیو تر منځ نږدې د نیمې پيړۍ پخوانۍ دښمني حل شوه

 

يکشنبه ۲ جمادی‌الثانی ۱۴۴۷

د دغه ولايت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلينو له لوري د ولایتي ادارې، سیمه‌ ییزو مشرانو او علماوو په همکاري د شمل دوه منده ولسوالي د خویخېلو. . .

BACK TO NEWS

User account menu