له ایران هیواد سره له پرتې سرحدي پولې څخه لیدنه 

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۸/۲۱ - ۹:۲۲
خبر

۲۴/۴/۱۴۴۵

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر الحاج ملا نورالله نوري نن ورځ په نیمروز ولایت کې له ګاونډي هیواد ایران سره له پرتې سرحدي پولې، صفري نقطې او د ورېښمو له لویې ترانزیټې لارې څخه داسې مهال لیدنه وکړه چې د عالي کمیسیون د دارالإنشاء رئیس، د مهاجرینو چارو، صحت عامې، معارف، کار او ټولنیزو چارو وزارتونو او سرې میاشتې عمومي ریاست استازو یې ملتیا کوله.

د یادې لیدنې پر مهال ښاغلي نوري د دغې سرحدي پولې له مسؤلینو سره خبرې وکړې او له یاد هیواد سره د صفري نقطې په هکله یې هر اړخیر معلومات ترلاسه کړ. 

الحاج ملا نورالله نوري همدا راز په یاده سیمه کې د راتلونکو مهاجرینو او مسافرو د ثبت له کمپونو څخه کتنه وکړه او له راتلونکو مسافرو سره یې خبرې وکړې او د هغوی ستونزې یې واورېدې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۰:۲۸
Background image

پکتيا کې يوکلنه دښمني په دوستي بدله شوه

 

دوشنبه ۱ رجب المرجب ۱۴۴۷  

د دغه ولايت په مرکز کې د دوو کورنيو ترمنځ نېږدې د يو کال په موده کې رامنځته شوې دښمني، چې ګڼ خپلمنځي اختلافات يې پېښ کړي وو، د پکتيا ولايت د سرحدونو،. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۹ - ۱۴:۱۲
Background image

پکتيا کې د څلورو کورنيو ترمنځ ۳۵ کلنه بدي په دوستي بدله شوه

 

شنبه ۲۹  جمادی الآخرة ۱۴۴۷

د پکتیا ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلینو د قومي مشرانو، علماوو او سیمه ‌ییزو مخورو په همغږۍ د دغه ولايت په څمکنيو ولسوالي کې نېږدې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۰:۱۶
Background image

کندهار کې مسؤلينو دوه کورنۍ سره پخلا کړې

 

 پنجشنبه ۲۷  جمادی الآخرة ۱۴۴۷

د دغه ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلينو د قومي مشرانو او مصلحينو په ملتيا تخته پل ولسوالي کې د دوو کورنيو ترمنځ د څه کم دوه کلونو. . .

BACK TO NEWS

User account menu