ډېورنډ فرضي کرښې ته څيرمه مېشتو خلکو ته د خدمتونو وړاندې کولو په موخه د مرکزي کمېټې ناسته

taqi_admin
شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۰ - ۸:۵۶
ډېورنډ فرضي کرښې ته څيرمه مېشتو خلکو ته د خدمتونو وړاندې کولو په موخه د مرکزي کمېټې ناسته

 

پنجشنبه ۱ ذوالحجه ۱۴۴۶

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د د فتر رئيس مولوي نياز محمد تقي په مشري د سرحدي خدمتونو مرکزي کمېټې د غړو په شتون کې نن د ننګرهار، نورستان او پکتيا ولايتونو په یو شمېر سرحدي ولسواليو کې د خدماتي پروژو د پيل او عملي چارو د ترسره کولو په موخه د شته ستونزو د ارزونې  په حل لارو مشورتي ناسته وکړه. 
 
په دغه مشورتي ناسته کې د سرحدي خدمتونو مرکزي کمېټې مشر، استازو او د یادې کمېټې تخنیکي غړو د نورستان ولايت په کامدېش او برګ مټال ولسواليو کې د څو پروژو د پيل خبر ورکړ، چې پکې د مسجدونو او ديني مدرسو رغول شامل دي، همداراز په پکتيا کې د اوبو څاګانو پر کېندلو او ننګرهار کې هم د يو شمېر ستونزو پر حل بحث وشو.

د يادونې وړ ده، چې د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت څه موده وړاندې هم د ننګرهار په اچين، دوربابا، لعل پورې، مومندرې او خوګياڼو ولسواليو کې د ۷۱ ميليونه افغانيو په لګښت ځينې پروژې د تطبيق په موخه وړاندې کړې دي

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۱ - ۱۰:۴۳
Background image

په ننګرهار ولایت کې د یوې پېړۍ څخه پېښه شوې شخړه هواره شوه

 

شنبه ۳ ذوالحجه ۱۴۴۶
د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د جرګو او او قبايلي چارو د همغږۍ رئيس شيخ نيک محمد افغاني او مل پلاوي تېره ورځ ننګرهار ولايت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه
. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۰ - ۱۴:۱۳
Background image

په کندوز ولايت کې د درې بيلابيلو شخړو حل

شنبه ۳ ذوالحجه ۱۴۴۶ د کندوز ولايت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رئيس مولوي احسان الله ثاقب په هلوځلو د قومي مشرانو، علماوو او ځايې خلکو په همکارۍ د ياد ولايت په ملرغي سيمه کې د ميراث. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۰ - ۸:۵۶
Background image

ډېورنډ فرضي کرښې ته څيرمه مېشتو خلکو ته د خدمتونو وړاندې کولو په موخه د مرکزي کمېټې ناسته

 

پنجشنبه ۱ ذوالحجه ۱۴۴۶

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د د فتر رئيس مولوي نياز محمد تقي په مشري د سرحدي خدمتونو مرکزي کمېټې د غړو په شتون کې نن د ننګرهار، نورستان او پکتيا. . .

BACK TO NEWS

User account menu