په کونړ ولایت کي د کنړ او نورستان له دیني عالمانو، قومي متنفذینو او ځوانانو سره د اسلامي نظام د دفاع د قدرداني په موخه غونډه تر سره شوه
شنبه/١٧/ شوال/ ۱۴۴۷
د کونړ او نورستان قومي متنفذینو او مخورو نن له غرمې وړاندې د یوې ناستې پر مهال یو وار بیا ډاډ څرګند کړ، چې دوی د نظام ترڅنګ ولاړ دي او په کلکه به یې د هر دُښمن پر خلاف ننګه کوي او هر راز عملي قربانۍ ته حاضر دي، دوی یادونه وکړه چې پر افغانستان د یرغل پر وخت به اسلامي امارت د مشرتابه د قوماندې په انتظار وي. یادو مشرانو او ځوانانو ناستې ته وویل، چې دوی جګړه نه غواړي، خو که څوک د افغانستان پر خاوره برید وکړي؛ نو دا دي په یاد ولري چې موږ یو سرښندونکی او نه ماتېدونکی ولس یو.
دغه څرګندونې داسې مهال ترسره کېږي چې، د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو د وزیر ملا نورالله نوري په مشرۍ یو پلاوی، چې د یاد وزارت د جرګو او قبایلو معین الحاج مولوي محمد علي جان احمد، د امربالمعروف نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت معین شیخ نور محمد حقاني او د استخباراتو ریاست استازي مولوي اختر شاه هاشمي یې هم ملتیا کوله، په کونړ کې د کنړ او نورستان له علماوو، قومي متنفذینو او مخورو س
