په کندوز ولایت کې ۱۰ کلنه بدي په ورورۍ بدله شوه

khoram2_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۶ - ۷:۳۷
شخړه

سه شنبه ۱۴۴۶/۵/۳

د کندوز ولایت د مرکز په جرګذر ناصري کلي کې د دوو کورنیو ترمنځ ۱۰ کلنه خپلمنځي بدي چې په زیاتو مالي زیانونو سربېره له دواړو خواوو څخه پکې ۴ تنه هم وژل شوي وو تېره ورځ د یوې پراخې ولسي ناستې په ترڅ کې په ورورۍ بدله شوه.

د دغې بدۍ د حل په موخه د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د دعوت او ارشاد د رئیس مفتي شفیع الله ثاقب په مشري یو پلاوی چې د دغه وزارت د شخړو د حل سلاکار مولوي محمدآجان رهبر هم پکې شامل و، له ولایتي مسؤلینو، قومي مشرانو او د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رئیس مولوي احسان الله ثاقب سره په ګډه یادې شخړې ته د پای ټکی کېښود.

د دغې شخړې د حل پر مهال مسؤلینو د قومي مشرانو او سیمه ییزو متنفذینو په همکاري په بدۍ کې له ښکېلو لوریو سره ناستې وکړې، د اسلامي شریعت پر بناء یې د دوښمنیو بدې پایلې روښانه کړې او د دودیزو مرکو له لارې یې د دوی تر منځ د خیر پرېکړه وکړه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۶ - ۷:۴۰
Background image

په کنړ ولايت کې لويه ولسي غونډه ترسره شوه

سه شنبه ۱۴۴۶/۵/۳

په کنړ ولایت کې د اسلامي نظام ثبات، د ولسونو د يووالي تر عنوان لاندې غونډه داسې مهال تر سره شوه پر مهال یې د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د جرګو او قبایلو چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۶ - ۷:۳۷
Background image

په کندوز ولایت کې ۱۰ کلنه بدي په ورورۍ بدله شوه

سه شنبه ۱۴۴۶/۵/۳

د کندوز ولایت د مرکز په جرګذر ناصري کلي کې د دوو کورنیو ترمنځ ۱۰ کلنه خپلمنځي بدي چې په زیاتو مالي زیانونو سربېره له دواړو خواوو څخه پکې ۴ تنه هم وژل شوي وو تېره ورځ د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۶ - ۷:۳۲
Background image

د پکتيا ولايت ځاځي اریوب او ډنډ پټان ولسوالیو ميشتو خلکو ستونزې د وزارت له مرکزي کمېټې سره د يوې ناستې پرمهال شريکې شوې

د پکتيا ولايت د ډنډ پټان او ځاځي اريوب ولسواليو د مېشتو خلکو د ستونزو د څېړلو او حل په موخه د جوړې شوې کمېټې لخوا راټولې شوې ستونزې د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د مرکزي کمېټې. . .

BACK TO NEWS