په بلخ ولایت کې د غصب شويو ځمکو او څړځایونو د تثبیت او بېرته راګرځيدو لړۍ بیا پیل شوه
پنجشنبه: ۱۴۴۶/۶/١٠
په همدې مناسبت په جوړه شوې غونډه کې د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د سرحدي پلټنو معین او د غصب د کمېسیون مشر الحاج مولوي محمد اسماعیل غزنوي، د کرنې اوبو لګونې او مالداري وزارت د اراضي رئیس مولوي محمود مظلوم، د بلخ مرستیال والي مولوي نورالهادي ابو ادریس او د یو شمېر نورو ادارو مسؤلینو ګډون کړی وو.
په هېواد کې د غصب شویو ځمکو او څړځایونو د تثبیت او بېرته راګرځولو د بيا پیل په غونډه کې د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د سرحدي پلټنو معین الحاج مولوي محمد اسماعیل غزنوي په خپلو خبرو کې وویل: له فاریاب ولایت څخه وروسته دا بهیر په بلخ ولایت کې پیل شو او په همدې ډول به دا لړۍ د هېواد ټولو ولایتونو ته وغځېږي، نوموړي زياته کړه چې د تیرې ادارې د واکمنۍ پر مهال چې کومې ستونزې په ياده برخه کې رامنځته شوې وې د ياد کمېسيون له لوري به تر پوره څېړنو او پلټنو وروسته ورته رسېدنه وشي او د ټولو اړخونو په پام کې نيولو سره به حل شي.
همدا راز د بلخ ولایت مرستیال والي حاجي مولوي نورالهادي ابوادریس د غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځېدو په بیا پیل خوښي څرګنده کړه او الحاج مولوي محمد اسماعیل غزنوي ته یې ډاډ ورکړ چې د دې پروسې د بشپړولو لپاره د بلخ ټول سیمه ییز مسؤلین هر ډول همکاري ته چمتو دي.
ددې تر څنګ د بلخ ولایت د بېلابېلو ادارو مسؤلینو هم په دې مراسمو کې د خبرو پر مهال د دې بهیر پیل د ټول ولس د نېکمرغۍ او ښه راتلونکي لپاره لومړی ګام وباله، هغوی زیاته کړه چې راغلی پلاوی به د تخنیکي ټیم په مرسته د هېواد په ټولو ولایتونو او ولسوالیو کې یاده پروسه په ښه توګه عملي کړي.
په پای کې د غصب شویو ځمکو او څړځایونو د تثبیت او بېرته راګرځېدو د کمېسیون مشر او غړو د بلخ ولایت له ټولو ولسونو څخه غوښتنه وکړه چې د څړځایونو اړوند هر ډول شکایات او عریضې دې له تخنیکي هیئت سره شریکې کړي، تر څو يادو ستونزو ته د ټاکل شوي هیئت له لوري رسېدنه وشي.