په بلخ ولايت کې د څلورو کلونو پخوانۍ شخړه پای ته ورسېده
شنبه ۱۴۴۶/۵/۱۴
د کورني تاوتريخوالي له امله د ياد ولايت په دولت آباد ولسوالۍ کې د دوو کورنيو ترمنځ هغه څلورکلنه شخړه پای ته ورسېده، چې ترمنځ يې ژور خپل منځي اختلافات پيدا کړي وو.
د بلخ ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست د مسؤلينو، د شخړو د حل کمېسيون، علماوو او قومي سپين ږيرو په هلو ځلو د يوې جوړې شوې غونډې پر مهال يادې دواړه کورنۍ سولې ته را وبلل شوې.