په نورستان ولایت کې د قومونو تر منځ ستر ولسي غونډه تر سره شوه

khoram2_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۷ - ۱۴:۱۱
غونډه

پنچشنبه، ۱۴۴۶/۵/۳

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ معینت لخوا د مشرقي زون د درېیو ولایتونو سربیره نن د نورستان ولایت مرکز پارون ښار کې د قومونو ترمنځ د اسلامي نظام ثبات، د ولسونو د یووالي غونډه په داسې حال کې تر سره شوه چې پر مهال یې د یاد وزارت د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ مرستیال الحاج مولوي محمد علي جان احمد، مل پلاوي او د دغه ولایت مرستیال والي مولوي فیصل مختار او له مختلفو ولسوالیو څخه راغلو سلګونو ديني عالمانو او قومي مشرانو ګډون کړی وو.

په غونډه کې د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ مرستیال الحاج مولوي محمد علي جان احمد په خپلو خبرو کې د اسلامي نظام په پیاوړتیا کې د ولسي خلکو رول مهم وباله ویې ویل: مونږ به د دې ولس په همکاري خپل هېواد او اسلامي نظام د ټولې نړۍ سره سیال کړو. نوموړي زیاته کړه چې د اسلامي نظام ټول مسؤلین د همدې ولس بچیان دي، همدغه ولس په تیر جهاد کې له مجاهدينو سره هر ډول همکارئ وکړې تر څو بريا ته وريدل اوس دې هم د اسلامي نظام د بقاء په برخه کې له اسلامپ امارت سره په ګډه کار وکړي تر څو د هېواد راتلونکی لا روښانه شي.

ورپسې یو شمېر ديني عالمانو او ولسي خلکو په خپلو خبرو کې د افغان ولس په اسلامي جذبه او همت خبرې وکړې. دوی زیاته کړه چې دغه میړني ولس په هر وخت کې د خپل دین، حقونو او عزت لپاره مبارزه کړې ده. نوموړو همداراز د خپلو خبرو په اوږدو کې په خپلو سیمو کې د څښاک د پاکو اوبو نشتون، لارو، سړکونو او روغتیایي مرکزونو د جوړولو په برخه کې یو لړ ستونزې شریکې کړې او د یادو ستونزو په حل کې یې د جدي پاملرنې غوښتنه وکړه.

ورپسې د جرګو رئیس ښاغلي شیخ نیک محمد افغاني او د اطلاعاتو او عامه رئیس مفتي تسلیم الله حقاني په نورستان ولایت کې د قومونو ترمنځ د ملي اتحاد په ټینګښت او د خپلمنځي اختلافاتو په له منځه وړلو کې د قومي مشرانو هڅې وستایلې، ښاغلي افغاني د نورستان د ټول ولس ستونزو ته رسیدنه د اسلامي امارت له لومړیتوبونو څخه یاد کړه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۴:۲۰
Background image

خوست ولایت کې د دوو کورنیو تر منځ ۱۳ کلنه دښمني په دوستي بدله شوه

یکشنبه ٥ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د روغو جوړو د لړۍ په دوام، د خوست ولايت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست او د خوست مرکز اړوند ډاب کلي قومي شورا او مصلحینو د خپلو صادقانه هلو ځلو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۵۰
Background image

ننګرهار کې هغه لویه شخړه حل شوه چې ٥ تنه پکې وژل شوي وو

یکشنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د ننګرهار ولایت پچیراګام ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ هغه خونړۍ شخړه چې ۳۵ کاله مخینه یې لرله او له امله یې پنځه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان وو.‏د سرحدونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۴۳
Background image

بلخ کې د یوې لویې شخړې حل

شنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ دبلخ ولایت مرکز مزار شریف کې ددوو کورنیوترمنځ هغه شخړه چې له تېروپنځوکلونو راهیسې روانه وه او دواړو لورو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي وو،دسرحدونو، ق.ق چارو. . .

BACK TO NEWS

User account menu