بامیانو کې د اسلامي نظام ثبات، د ولسونو د یووالي او انسجام غونډه کې د خلکو ستونزې واورېدل شوې

khoram_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۴ - ۱۱:۵۴
غونده

 

چهارشنبه  ۱۴۴۶/۵/۱۱

په بامیانو کې د اسلامي نظام ثبات، د ولسونو د یووالي او انسجام غونډه تېره ورځ په داسې حال کې تر سره شوه، چې د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال الحاج مولوي عبدالکبیر اخند او د سرحدنو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ معین الحاج مولوي محمد علي جان احمد او د یاد ولایت بیلابېلو نظامي او ملکي مسؤلینو ،رئیسانو، علماوو، ځوانانو او زرګونه ولسي وګړو پکې ګډون کړی وو. 

د غونډې پر مهال د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال ښاغلي عبدالکبیر وویل: دا نظام د دې ملت له منځه را پورته شوی او د زرګونه شهیدانو د قربانیو په پایله کې حاکم شوی دی چې له کبله یې زرګونه کونډې، یتیمان او بې سرپرستان را پاته دي. هغه زیاته کړه: موږ او تاسې باید په ګډه هڅه وکړو چې د خپل نظام حفاظت او ساتنه وکړو ترڅو د سرونو په قربانیو ګټل شوی اسلامي نظام د همېش لپاره په دې خاوره مستحکم پاته شي. ښاغلي عبدالکبیر له نړیوالو سره د ښه تعامل یادونه وکړه او ولسونو ته یې د ډاډ ورکړ چې اسلامي امارت له شاوخوا ۴۰ هیوادونو سره مثبت تعامل او نیکې اړیکې لري.  

ورپسې د یاد وزارت د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ مرستيال مولوي محمد علي جان احمد د ملي يووالي پر ټينګښت، د قومونو ترمنځ  د لا زیاتې همغږۍ، نږدېوالي او ورورګلوۍ ټینګار وکړ، ویې ویل: نن د هغو شهیدانو ارمانونه پوره شول، چي د محمدي بیرغ او اعلاء کلمة الله لپاره یې ځانونه د سرو سکروټو مخته ور ګذارول او په تش لاس یې د کُفري ځواکونو مقابله کوله. 

د غونډې په اوږدو کې د کرنې او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري او د بامیان والي مولوي عبدالله سرحدي سربېره ولسي وګړو هم خبرې وکړې د اسلامي نظام د پر ثبات او ولسي همغږي یې ټینګار وکړ زیاته یې چې د کرنې وزارت د هیواد د کرنیز سیستم د عصري کولو، کرنیزو محصولاتو ته د بازار موندنې او سړخونو د جوړولو په برخه کې پوره کوښښ کوي او ژر ده چې د افغانستان به د کرنیز سکتور په برخه کې خودکفایي ته ورسېږي. ولسي وګړو باميان د علم او فرهنګ کور وباله او د برېښنا، سړک جوړونې او ځوانانو ته د کاري فرصتونو د ایجادولو په برخه کې د پاملرنې غوښتنه وکړه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۴:۲۰
Background image

خوست ولایت کې د دوو کورنیو تر منځ ۱۳ کلنه دښمني په دوستي بدله شوه

یکشنبه ٥ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د روغو جوړو د لړۍ په دوام، د خوست ولايت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست او د خوست مرکز اړوند ډاب کلي قومي شورا او مصلحینو د خپلو صادقانه هلو ځلو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۵۰
Background image

ننګرهار کې هغه لویه شخړه حل شوه چې ٥ تنه پکې وژل شوي وو

یکشنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د ننګرهار ولایت پچیراګام ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ هغه خونړۍ شخړه چې ۳۵ کاله مخینه یې لرله او له امله یې پنځه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان وو.‏د سرحدونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۴۳
Background image

بلخ کې د یوې لویې شخړې حل

شنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ دبلخ ولایت مرکز مزار شریف کې ددوو کورنیوترمنځ هغه شخړه چې له تېروپنځوکلونو راهیسې روانه وه او دواړو لورو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي وو،دسرحدونو، ق.ق چارو. . .

BACK TO NEWS

User account menu