په ارزګان کې د دوو مرورو کورنیو پخلاینه

taqi_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۹ - ۱۴:۵۱
په ارزګان کې د دوو مرورو کورنیو پخلاینه

 

 یکشنبه ۸/ رجب المرجب/ ۱۴۴۷
د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې د کورني تاوتریخوالي له کبله د دوو کورنیو ترمنځ پېښه شوې شخړه چې دواړه خواوې یې له ډېرې مودې راهیسې په ستونزو کې سره لاس و ګریوان وو، تېره اوونۍ د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست او ځایي قومي مخورو په هلوځلو  او ستړیاوو حل او په دوستي بدله شوه. 

یاده شخړه په داسې حال کې رامنځته شوې وه، چې د کورنيو ستونزو له کبله پکې یوې مېرمنې ژوند بایللی و چې له وجهې یې د وژل شوې مېرمنې کورنۍ او بل لوري ترمنځ ګڼ خنډونه پیدا کړي وو، خو له نېکه مرغه د مسؤلینو او مخورو مشرانو په منځګړیتوب او هڅو دواړه لوري روغې جوړې ته راضي شول. 

د شخړې د حل لپاره قومي مخورو او مسؤلینو متعددي ناستې وکړې او په جنجال کې ښکېلې کورنۍ یې اخوت او بښنې ته راوبللې، چې بلاخره د طرفینو رضایت واخیستل شو او د یوې غونډې په ترڅ کې دواړه لوري سره پخلا شول. ښکېلو غاړو د پخلاینې پرمهال ژمنه وکړه چې نور به له اختلافاتو تېرېږي او د وروڼو په څېر یو له بل سره ژوند کوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۹ - ۱۵:۱۶
Background image

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت په چوکاټ کې د بايزيد روښان کثيرالرشتوي انستيتيوت

د ۱۴۰۵ لمريز کال لپاره د قبايلي او سرحدي ولايتونو او ولسواليو د دولسمو ټولګيو فارغ زده کوونکي په ليليه ډول په لاندې څانګو کې جذبوي.
۱ تعميرات دوه کاله
۲ کرنه او مالداري دوه کاله
۳
. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۹ - ۱۵:۹
Background image

د کابل ده سبز ولسوالي له قومي مشرانو سره د مسؤلينو غونډه

 

سه شنبه ۹ رجب المرجب ۱۴۴۷

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت لخوا د يوه پلاوي په مشري نن له غرمې وړاندې د پلازمېنې کابل په ده سبز ولسوالي کې يوه لويه ولسي غونده ترسره شوه، چې پر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۹ - ۱۵:۶
Background image

پکتيا کې د دوو کورنيو ترمنځ ۶۰ کلنه دښمني په دوستۍ بدله شوه.

 

دوشنبه ۸ رجب المرجب ۱۴۴۷

 دغه پخوانۍ دښمني د پکتيا ولايت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رياست د رئيس مفتي نصير احمد تائب په مشري د دغه ولايت د والي، قومي مشرانو، ديني عالمانو او. . .

BACK TO NEWS

User account menu