((هغه کسان چې له افغانستانه وتلي دي، اسلامي امارت هیڅ ستونزه نه ورسره لري))

haqani_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۴:۳
((هغه کسان چې له افغانستانه وتلي دي، اسلامي امارت هیڅ ستونزه نه ورسره لري))

چهارشنبه ۱۷ ربيع الآخر ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري نن له غرمې وړاندې په پلازمينه کابل کې د ختيځو او سويل ختيځو ولايتونو له کوچي سرخيلانو سره په جوړه شوې غونډه کې وویل: هغه کسان چې له افغانستانه وتلي دي اسلامي امارت ورسره هېڅ ستونزه نه لري او کولای شي بېرته هېواد ته راستانه شي، خو باید د بل چا په لمسون د هېواد د خرابولو هڅه ونه کړي. نوموړي يادو مخالفينو ته په خطاب کې زياته کړه، که کومه ستونزه لرې، راشه مخامخ راته ووایه ځکه موږ امریکایان د خبرو مېز ته مجبور کړل او د تفاهم ښه ژبه هم لرو. هغه زیاته کړه، تاریخ ثابته کړې، چې په افغانستان کې د پردیو په مرسته رامنځته شوي حرکتونه او راغلي کسان پایښت نه شي کولای، نو له هېواده بهر مېشت کسان دې خپلې ستونزې د خبرو او تفاهم له لارې مطرح او حل کړي او د افغانستان پاکه خاوره دې د پردیو د موخو لپاره نه کاروي.

ښاغلي نوري د خپلو خبرو په پای کې د خپل پيغام په شکل ګاونډي هېواد ته وويل، پاکستان دې د افغانستان تاریخ، مېړانه او سیاسي تجربې مطالعه کړي او د افغانانو صبر او زغم دې نه ازمايې. نوموړي زياته کړه اسلامي امارت د اسلامي اصولو له مخې له ټولو هېوادونو سره د ښو روابطو غوښتونکی دی، خو که د افغانستان خلکو او مجاهدینو ته اجازه ورکړل شي، په ټل کې به بیرغ درته ودروي.


غونډې ته د ياد وزارت د کوچيانو چارو د سمون لوی رئيس ملا محمد بصر صاحبزاده کوچيان د هېواد يو مهم قشر وباله او ويې ويل: موږ له مشرتابه سره په مشوره کوچي سرخيلان دې غونډې ته رابللي ترڅو ستونزې يې واورو او د خپلو امکاناتو په صورت کې د حل لارې چارې ورته برابرې کړو


کوچي سرخېلانو او قومي مشرانو په خپلو خبرو کې د اسلامي نظام د ملاتړ، همغږۍ او پیاوړتیا لپاره ډاډ څرګند کړ او ویې ویل، چې د هېواد د ثبات او پرمختګ لپاره به هروخت له نظام سره خپلې همکارۍ ته دوام ورکوي. يادو مشرانو په ورته وخت کې د کوچي ولس یو شمېر ستونزې او وړانديزونه هم شريک کړل، چې پکې د استوګنې، څړځایونو، تعلیم، روغتیا او نورو اساسي خدمتونه شامل وو.

دغه غونډه د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند د کوچیانو چارو د سمون لوی ریاست په مشري د  ننګرهار، کنړ، لغمان، خوست، پکتيا او پکتيکا ولایتونو د کوچي سرخيلانو، قومي مشرانو، علماوو او مخورو سره د همغږۍ په موخه برابره شوې وه، چې په دعايه سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۵۲
Background image

د پلازمېنې کابل په استالف ولسوالي کې له خلکو سره د اسلامي شريعت د نفاذ او همغږۍ غونډه

 

چهار شنبه ۲ جمادی الأولی ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت له لوري د دغه وزارت د جرګو او قبايلي چارو د همغږي د رئيس مولوی محمد اجان رهبر په مشري د پلازمېنې کابل په استالف. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۰:۳۱
Background image

جوزجان کې مسؤلينو دوه مرورې کورنۍ سره پخلا کړې

چهار شنبه ٢ جمادي الأولی ۱۴۴۸

د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان کې د دوو کورنیو ترمنځ د يوه کال په موده کې هغه رامنځته شوې شخړه، چې د ځمکو د ملکيت له امله وه په سوله ييزه توګه حل او دواړو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۹:۳۵
Background image

پکتيا کې د ۳۰ کلنه بدي په سوله او پخلاينه بدله شوه

 

دوشنبه ۲۹ ربيع الآخر ۱۴۴۸

د پکتيا ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست مسؤلينو په مشري علماء کرامو، قومي سپين ږيرو او ځايي مخورو د خپلو هڅو په پايله کې د دغه ولايت په څمکنيو. . .

BACK TO NEWS

User account menu