نن په کابل کې د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزیر الحاج ملا نورالله نوري د ایران له سفیر ښاغلي علي رضا بیګدلی سره وکتل.

چهارشنبه، ٣ ربیعالاول ١٤٤٧
په دې ناسته کې دواړو لوریو د افغانستان او ایران تر منځ د ښه اړیکو پر بنسټ د اقتصادي پراختیا، متقابل باور، سیمه ییزو مسائلو او د لا ښې همغږۍ د رامنځته کولو په اړه خبرې وکړې.
ښاغلي نوري یاد پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او زیاته یې کړه، چې د افغانستان او ایران تر منځ دوستانه اړیکې تاریخي دي، نوموړي له پلاوي وغوښتل چې د متقابل باور له مخې به له یو او بل سره همکاري ته دوام ورکوو.
نوري صاحب په خپلو خبرو کې یادونه وکړه چې: افغانان څلوېښت کاله جګړو ځپلي دي، د سیمې ډېری هېوادونو ته یې هجرتونه کړي دي، له ښاغلي بیګدلي څخه یې وغوښتل چې په ایران کې له مېشتو افغانانو سره دې د اسلامي او نړیوالو نورمونو په چارچوب کې برخورد وکړي.
د ایران سفیر ښاغلي علیرضا بیګدلي په خپلو خبرو کې وویل: د ایران حکومت ټولو همسایه هیوادونو ته په ځانګړي ډول افغانستان ته درناوی لري، هڅه کوي چې له افغانستان سره سیاسي، اقتصادي او دوستانه اړیکې نورې هم پراخې کړي، بیګدلي د دواړو هیوادونو تر منځ همغږي مهمه وبلله او له افغانستان سره یې د دوامدارې همکاري ژمنه وکړه