ننګرهار کې د نژدې ۷۰ کلنې خونړۍ بدۍ حل

haqani_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۱:۴۹
ننګرهار کې د نژدې ۷۰ کلنې خونړۍ بدۍ حل

 

پنجشنبه ۲۵ ربيع الآخر ۱۴۴۸

د ننګرهار ولايت په خوږياڼو ولسوالي کې د دوو پلرنيو کورنيو ترمنځ د شاوخوا ۷۰ کلونو هغه اوږدمهاله بدي هواره شوه، چې د وخت په تېرېدو سره يې د لويو ځاني او مالي تاوانونو سربېره ګڼې ستونزې لرلې.

د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست مسؤلينو د علماوو، قومي مشرانو او د ا.ا.ا د ځينو استازو په شريکو همکاريو د يادې موضوع د څرنګوالي په موخه جلاجلا ناستې وکړې او دواړو طرفونو ته په عادلانه فيصله يې دغه ۷۰ کلنې بدي ته د پای ټکی کېښود. 

د مسؤلينو په خبره په دغه رامنځته شوې بدي کې د دواړو لوريو څخه لسګونه تنه وژل شوي او ټپيان شوي وو، چې شمېر يې نېږدي پنځوس تنو ته رسېده.

د دغې خونړۍ بدۍ ښکېلو اړخونو د ا.ا.ا له مسؤلينو څخه مننه وکړه، چې په وينا يې ياده بدي يې ورحل کړه. دوی همداراز ژمنه وکړه، چې راتلونکي کې به د يو بل پر وړاندې هېڅ تاو تریخوالی نه کوي بلکې د ورورولي ژوند به کوي.

ياده دې وي چې د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د ولايتي رياستونو او ادارو په مرسته د ولسونو تر منځ دې ته ورته سلکونه اوږدې، جنجالي او خونړۍ شخړې او بدۍ حل او فصل کړې دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۱:۵۲
Background image

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت مرستیال د هرات په اسلام قلعه کې د بندري  چارو بهیروکوت

 

پنجشنبه ۲۵ ربيع الآخر ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د سرحدي پلټنو مرستیال مولوي عنایت الله شجاع تېره ورځ د خپل کاري سفر په ترڅ کې د هرات اسلام قلعه بندرکې له اړوندو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۱:۴۹
Background image

ننګرهار کې د نژدې ۷۰ کلنې خونړۍ بدۍ حل

 

پنجشنبه ۲۵ ربيع الآخر ۱۴۴۸

د ننګرهار ولايت په خوږياڼو ولسوالي کې د دوو پلرنيو کورنيو ترمنځ د شاوخوا ۷۰ کلونو هغه اوږدمهاله بدي هواره شوه، چې د وخت په تېرېدو سره يې د لويو ځاني او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۰:۷
Background image

د هېواد په ګڼو ولسواليو کې د اسلامي شريعت د نفاذ او همغږۍ د غونډو دوام

 

پنجشنبه ۲۵ ربيع الآخر ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت لخوا د خپلو محلي ادارو په همغږۍ په ولايتونو کې د ولسواليو په کچه د اسلامي نظام تر چتر لاندې د شریعت د نفاذ او همغږۍ. . .

BACK TO NEWS

User account menu