د هېواد په ګڼو ولسواليو کې د اسلامي شريعت د نفاذ او همغږۍ د غونډو دوام
پنجشنبه ۲۵ ربيع الآخر ۱۴۴۸
د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت لخوا د خپلو محلي ادارو په همغږۍ په ولايتونو کې د ولسواليو په کچه د اسلامي نظام تر چتر لاندې د شریعت د نفاذ او همغږۍ په موخه د روانو غونډو په دوام، دا ځل د نورستان په برګمټال ولسوالي، د دايکندي په سنګ تخت، د ميدان وردګ ولايت په چک ولسوالي، د زابل په شنکي ولسوالي او د کندهار په لوړ شاه ولي کوټ، ښکته شاه ولي کوټ، ميانشين او نيش ولسواليو کې له علماوو، ولسي استازو، عامو خلکو او ولسواليو له مسؤلينو سره پراخې ولسي غونډې ترسره کړې.
په دغو ناستو کې دیني عالمانو او قومي مخورو د خپلو سیمو د خلکو ستونزې او غوښتنې له مسؤلینو سره شریکې کړې او د اسلامي امارت له لوري يې د ترسره شویو خدمتونو قدرداني وکړه. دوی د هېواد د اوسني امنیت او عامو خلکو د خوندیتوب په برخه کې د حاکم نظام رول وستايه. يادو دیني عالمانو او قومي مشرانو همداراز ژمنه وکړه، چې د اسلامي شریعت د اصولو د پلي کولو او د ولس او حکومت ترمنځ د لا ښې همکارۍ او همغږۍ لپاره به خپلې هڅې روانې ساتي.
وروسته مسؤلینو د غونډو ګډونوالو ته د ډاډ ورکولو ترڅنګ پر ولسي یووالي او د اسلامي شریعت د احکامو پر رعایت ټینګار وکړ. دوی څرګنده کړه، چې د ستونزو او ننګونو د رامنځته کېدو پر مهال به د خلکو د ستونزو د حل او ملاتړ لپاره د حکومت ادارې خپلې هڅې نه سپموي. يادو مسؤلینو د اسلامي شریعت د احکامو د پلي کولو په برخه کې د دیني عالمانو، قومي مشرانو او سیمه ییزو مخورو هڅې مهمې وبللې او له هغوی یې وغوښتل چې د حکومت او ولس ترمنځ د همغږۍ د پیاوړتیا لپاره خپلو هڅو ته لا پراختیا ورکړي
