له ایران هیواد سره له پرتې سرحدي پولې څخه لیدنه 

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۸/۲۱ - ۹:۲۲
خبر

۲۴/۴/۱۴۴۵

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر الحاج ملا نورالله نوري نن ورځ په نیمروز ولایت کې له ګاونډي هیواد ایران سره له پرتې سرحدي پولې، صفري نقطې او د ورېښمو له لویې ترانزیټې لارې څخه داسې مهال لیدنه وکړه چې د عالي کمیسیون د دارالإنشاء رئیس، د مهاجرینو چارو، صحت عامې، معارف، کار او ټولنیزو چارو وزارتونو او سرې میاشتې عمومي ریاست استازو یې ملتیا کوله.

د یادې لیدنې پر مهال ښاغلي نوري د دغې سرحدي پولې له مسؤلینو سره خبرې وکړې او له یاد هیواد سره د صفري نقطې په هکله یې هر اړخیر معلومات ترلاسه کړ. 

الحاج ملا نورالله نوري همدا راز په یاده سیمه کې د راتلونکو مهاجرینو او مسافرو د ثبت له کمپونو څخه کتنه وکړه او له راتلونکو مسافرو سره یې خبرې وکړې او د هغوی ستونزې یې واورېدې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲ - ۹:۵۹
Background image

په هلمند ولايت کې د اسلامي نظام ثبات، د ولسونو د یووالي او انسجام غونډه ترسره شوه

 

شنبه ۱۴۴۶/۶/۱۹

 د هلمند ولايت په مرکز لښکرګاه کې د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت په مشرۍ د اسلامي نظام ثبات، د ولسونو د يووالي او انسجام لويه ولسي غونډه په داسې حال کې ترسره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۸ - ۱۵:۱۰
Background image

ننګرهار او کنړ ولایتونو کې د ۸ کلنې شخړې د حل تر څنګ بله شخړه دښمني هم پای ته ورسېده

چهارشنبه ۱۴۴۶/۶/۱۶

د ننګرهار په ګوشتې ولسوالي کې هغه ۸ کلنه شخړه هواره شوه، چې د مالي زيانونو تر څنګ پکې له يوه لوري يوه مېرمن وژل شوې وه او د ژورو اختلافاتو له امله يې لا هم د يو بل د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۸ - ۱۵:۶
Background image

د لوګر ولايت له قومي مشرانو سره ناسته

سه شنبه ۱۴۴۶/۶/۱۵

د سرحدونو، قومونو او قبايلوچارو وزارت د جرګو اوقبايلي چارو د همغږۍ معين الحاج مولوي محمد علي جان احمد نن له غرمې مخکې په خپل کاري دفتر کې د لوګر ولايت محمد آغې. . .

BACK TO NEWS