شاجوی کې د اسلامي شریعت د نفاذ، واسي همغږۍ او د خلکو د ستونزو اورېدو په موخه غونډه وشوه

haqani_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۹/۴ - ۱۰:۲
شاجوی کې د اسلامي شریعت د نفاذ، واسي همغږۍ او د خلکو د ستونزو اورېدو په موخه غونډه وشوه

سه‌شنبه ۱۳ جمادی‌الآخرة ۱۴۴۸

د زابل ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست د رئيس مولوي رحمت الله جواد په مشرۍ د دغه ولایت د مرستیال والي الحاج ملا فیض الله تمیم په شتون کې د یوه لوړپوړي ولایتي پلاوي په ملتیا شاجوی ولسوالۍ ته د خپل سفر په ترڅ کې له دیني علماوو، قومي مشرانو، سیمه‌ییزو ملکي او نظامي مسؤلینو سره پراخه ولسي غونډه ترسره کړه.

پيل کې ديني عالمانو او قومي مخورو د اسلامي نظام پر ملاتړ، د شریعت د احکامو د پلي کولو او د ولسونو ترمنځ د یووالي او اتفاق پر اهمیت خبرې وکړې. دوی د تېرو څلوېښتو کلونو جګړو او ویجاړیو ته په اشارې سره وویل: د هېواد بیا رغونه وخت، صبر او ګډو هڅو ته اړتیا ده. دغو ويناوالو د شيخ الاسلام عاليقدر اميرالمؤمنين حفظه الله د فرمانونو ملاتړ څرګند کړ او خپلې اساسي ستونزې یې له پلاوي سره شریکې کړې.

په پای کې مسؤلينو د ولسون د اورېدل شويو ستونزو د هواري په موخه هغوی ته ډاډ ورکړ او زياته يې کړه، چې یادې ستونزې به په جدي توګه تعقیب شي او د خپلو امکاناتو په صورت کې به رسېدنه ورته وکړي. دوی همداراز په سرحدي ولسوالیو کې د روغتیا، پوهنې، انکشافي پروژو او کاري فرصتونو برابرول د اسلامي امارت له لومړيتوبونو څخه وبلل او له ولسونو یې په دې برخو کې د لا زیاتې همکارۍ غوښتنه وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۹/۵ - ۱۰:۱۲
Background image

دره‌ پېچ ولسوالۍ کې د اسلامي نظام تر چتر لاندې له خلکو سره د شريعت د نفاذ او همغږۍ غونډه

پنجشنبه ۱۵ جمادی‌الآخرة ۱۴۴۸

د کونړ ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست له لوري د اسلامي نظام تر چتر لاندې له خلکو سره د شريعت د نفاذ، ولسي همغږۍ او  فرمانونو د عملي کولو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۹/۵ - ۹:۵۴
Background image

سرپل کې د ۶ کلنې دښمني ترڅنګ پکتيا او فارياب کې هم شخړې حل شوې

پنجشنبه ۱۵ جمادی‌الآخرة ۱۴۴۸

د سرپل ولایت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمريت مسؤلينو له لوري د قومي مشرانو په هڅو د دغه ولايت په سيد آباد ولسوالۍ کې د دوو کورنيو ترمنځ د ځمکو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۹/۴ - ۱۵:۱۸
Background image

جوزجان کې د ځمکې د ملکيت پر سر راپورته شوې شخړه هواره شوه

چهارشنبه ١٤ جمادی‌الآخرة ۱۴۴۸

د جوزجان ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلوچارو رياست رئيس مولوي غلام نبي صميم په مشري د ديني عالمانو او قومي سپين ږيرو په دوامداره همکاري د دغه ولايت مرکز. . .

BACK TO NEWS

User account menu