د ښوونې او روزنې ریاست

mobta

سریزه :

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د ښوونې او روزنې ریاست چې له کلونو راهیسې د هېواد د متوازن تعلیمي پراختیا  او پر مختګ په بهیر کې ونډه لري . د هېواد قبایلي، سرحدي، او نا امنه سیمو زده کوونکو ته په کابل کې د خوشحال خان لېسه، رحمان بابا لېسه، پیرمحمد کاکړ لېسه او بایزید روښان انستیتوت او د ننګرهار پښتونستان لېسه د کندهار په غازي عبدالله خان اڅکزي لېسه او د خوست په قبایلو لېسه کې په لیلیه توګه د زده کړو زمینه برابره کړې. نوموړو زده کوونکو ته د لیلیې هر راز اسانتیاوې برابرې شوې ، د زده کوونکو لپاره ښه تدریسي او اداري محیط، د نوي او عصري تکنالوجۍ سره د بلدتیا په موخه کمپیوټر لیبونه جوړ شوي، چې د دې کار ساری تر دې مهاله د هېواد په ډېرو لږو ښونځیو کې تر سترګو کیږي.

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت او ښوونې او روزنې ریاست په هڅو او هاند یادو تعلمي نهادونو د هېواد پر کچه داسې کدرونه روزلي، چې په هر اړخیزه توګه یې د هېواد په تاریخ کې نمونیي خدمتونه وړاندې کړي. همدارنګه د لوړو زده کړو له وزارت سره د شوي هوکړه لیک له مخې د قبایلي او سرحدي سیمو 1۰4 تنو زده کوونکو ته په  هېواد کې  د لوړو زده کړو زمینه برابره کړې.

په تیرو څو کالونو کې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت  د ښوونې او روزنې ریاست د دومداره او مسلکي هڅو په نتیجه کې د یادو لېسو ګڼ شمېر زده کوونکو لوړو زده کړو ته لاره موندلې، چې زیات شمېر یې د طب او انجینیري پوهنځیو ته بریالي شوي. د همدې بریاو په ویاړ د ښوونې او روزنې ریاست کارکوونکي د جمهور رئیس له خوا په لومړۍ درجه تقدیر نامه ، د ملي شورا ، د وزارت د مقام او نورو اړونده نهادونو له خوا په متعددو تقدیر نامو ستایل شوي.

سرحدونو او قبایلو چارو وزارت ته اړونده تعلیمي نهادونه:

په کابل کې:

  • خوشحال خان عالي لېسه
  • رحمان بابا عالي لېسه
  • پیرمحمد کاکړ علي لېسه
  • بایزید روښان انستیتوت

په ننګرهار کې:

  • پښتونستان عالي لېسه

په کندهار کې:

  • غازي عبدالله خان اڅکزي عالي لېسه

په خوست کې:

  • د قبایلو عالي لېسه

mobta

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د ښوونې او روزنې ریاست د متوازنې علمي پرمختیا او پرمختګ په موخه غواړي چې خپلو خدمتونو ته پراختیا ورکړي او هغه ځوانانو ته چې په نا امنه او سرحدي سیمو کې له زده کړو بې برخې دي د زده کړو زمینه برابره کړي. د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د ښوونې او روزنې ریاست په راتلوونکو کلونوکې خپلو تعلیمي نهادونو ته د کمیت او کیفیت له اړخه وده ورکوي او پلان لري، چې سرحدي لېسې زیاتې او ټولې په نوي او عصري ټکنالوژۍ سمبال شي. د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د ښوونې او روزنې ریاست هڅه به دا وي، چې په راتلوونکو کلونو کې له اړوند لېسو څخه یوه لېسه په انګلیسي ژبه تدریس وکړي او غواړي چې په بدخشان کې د پامیریانو لېسه، په پکتیکا کې یوه لېسه، د کوچیانو او قبایلو لپاره هم لېسې جوړي کړي .

ګټې/ اغېزې

په هېواد کې د ناامنیو له کبله د نورو ستونزو تر څنګ د ښوونې او روزنې بهیر ته هم ډیر زیان رسیدلی. اوس هم د هېواد په کچه په زرګونو ځوانان د ښونې او روزنې له نعمت څخه بې برخې دي، دغه کچه د نورو پر پرتله د قبایلي، سرحدې او نا امنه سیمو په ځوانانو کې لا زیاته ده، د یادو سیمو ډېری ځوانان چې د زده کړو له  ګاڼې څخه بې برخې دي د ستونزو څخه ډک ژوند تیروي او پایلې یې نه یوازې د دوی په انفرادي ژوند بلکې په ټوله کې ټولنې او هېواد ته زیان رسوي. د هېواد د متوازنې تعلیمي پراختیا او پرمختګ په موخه اړینه ده چې د هېواد د قبایلي، سرحدي او نا امنه سیمو زده کوونکو ته د زده کړو زمینه برابره شي، د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د خپلو نورو مسؤلیتونو ترڅنګ مسؤلیت لري چې، د یادو سیمو د ځوانانو لپاره د ښوونې او روزنې بهیر لا غښتلی کړي. پدې  ترځ کې د ښوونې او روزنې د پینځه کلن ستراتیژیک پلان پر مټ به هڅه وشي، چې د دغو سیمو ځوانانو ته د متوازنې تعلیمي پراختیا په موخه لا زیاته زمینه به برابره شي، دا کار به په هېواد کې د متوازنې تعلیمي پراختیا او پرمختګ تر څنګ د قبایلي او سرحدي سیمو ځوانان په انفرادي او ټولنیز ژوند ښې اغېزې ولري، همدارنګه د یادو سیمو ځوانانو ښوونه او روزنه د سولې او امنیت په ټینګښت،ملي یوالي، هېواد

ته ژمنتیا، زغم، اقتصادي او فرهنګي ودې او په ټوله کې به د ګران هېواد افغانستان په هر اړخیز پرمختګ او هوساینه کې مرسته وکړي.