د قبايلي سيمو له سلګونه زده کوونکو او محصلينو د کانکور ازموینه واخیستل شوه

taqi_admin
شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۱ - ۸:۳۷
عکس

 

جمعه ۲۰ محرم الحرام ۱۴۴۷

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د هېواد له يو شمېر قبايلي سيمو د زده کوونکو او فارغانو څخه د کابل ،ننګرهار، کندهار او خوست شيخ زاهد پوهنتون ځينو پوهنځيو ته د جذب په موخه د کانکور ازموینه نن سهار د  کابل په پوهنتون کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د لوړ رتبه هيئت په حضور کې واخیستل شوه.

 په دغه ازموینه کې ۵۳۳ ګډونوالو د خپلې خوښې  بېلابېلو پوهنځيو ته د جذب په موخه برخه اخیستې وه، چې د خپل استعداد او ترلاسه کېدونکو نمرو په اساس به د هېواد معتبرو پوهنتونونو ته لار پيدا کړي، چې پکې به د طب، انجنیري، کمپیوتر ساینس، اقتصاد، ښوونې او روزنې او کرنې پوهنځیو ته بریالي ور وپېژندل شي، د دغه ازموينې پایلې به د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو د وزارت له ویب پاڼې او نورو رسمي ادرسونو څخه نشر شي. 

د یادونې وړ ده، چې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت همېشنۍ هڅه او کوښښ همدا دی، چې د هېواد د لرې پرتو او سرحدي سیمو زده کوونکو او زده کړیالانو ته د زده کړي سالم چاپیریال رامنځته کړي او د خپلو ښوونیزو مرکزونو له لوري د دوی په سالمه ښوونه او روزنه کې د هېواد جوړونې ونډه ترسره کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۸:۵۹
Background image

په لغمان کې ۴ کلنه او باغیس کې هم یو شخړه حل شوه  


۱۰ صفرالمظفر ۱۴۴۷هـ.ق

د لغمان ولایت د دولت‌ شاه او د بادغیس ولایت بالا مرغاب ولسوالیو کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د دویمي واحدونو په هڅو، دوې اوږدمهاله شخړې په دوستۍ. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۳ - ۱۱:۳۸
Background image

په جوزجان کې ۱۲ کلنه شخړه په دوستي بدله شوه

شنبه ۸/۲/۱۴۴۷ د جوزجان ولایت د سرحدونو،قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلینو د یاد ولایت د قوش تپې ولسوالۍ په نوآباد کلي کې د دوو کورنیو ترمنځ ۱۲ کلنه شخړه حل کړه او دواړه لوري یې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۳ - ۱۱:۳۱
Background image

په جوزجان کې ۱۲ کلنه شخړه په دوستي بدله شوه

شنبه ۸/۲/۱۴۴۷ د جوزجان ولایت د سرحدونو،قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلینو د یاد ولایت د قوش تپې ولسوالۍ په نوآباد کلي کې د دوو کورنیو ترمنځ ۱۲ کلنه شخړه حل کړه او دواړه لوري یې د. . .

BACK TO NEWS

User account menu