په جوزجان کې ۱۲ کلنه شخړه په دوستي بدله شوه

taqi_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۳ - ۱۱:۳۸
په جوزجان کې ۱۲ کلنه شخړه په دوستي بدله شوه

شنبه ۸/۲/۱۴۴۷ د جوزجان ولایت د سرحدونو،قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلینو د یاد ولایت د قوش تپې ولسوالۍ په نوآباد کلي کې د دوو کورنیو ترمنځ ۱۲ کلنه شخړه حل کړه او دواړه لوري یې د ورورګلوۍ په ټغر کښېنول. دغه شخړه له څه باندې یوې لسیزې راهیسې په یاده سیمه کې د څو مېشتو پښتنو او اوزبکو کورنیو ترمنځ د څړځایونو پرسر پېښه شوې وه، چې له امله یې ښکېلې غاړې له ډېرو ستونزو سره مخ وې او د دوی ترمنځ یې سخت جنجالونه رامنځته کړي وو. دا چې یاده موضوع د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلینو ته راجع شوه، هغوی هم د سیمې د مخورو په همکاري، یادې سیمې ته سفر وکړ، د دواړو خواوو له اسنادو او د سیمې له کتنې وروسته یې یوې ناستې پرمهال د دوی ترمنځ د سولې فیصله وکړه. دغه فیصله د دواړو خواوو د قناعت وړ وګرځېده او ژمنه یې وکړه چې نور به یو بل ته خنډونه نه جوړوي او د کورنۍ د غړو په څېر به له یو بل سره ژوند کوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۹:۴۹
Background image

بلخ کې د ۱۰ کلنې شخړې سر بېره هرات کې څلور کلنه او بغلان کې هم شخړه حل شوه

پنجشنبه ۱۶ محرم الحرام ۱۴۴۸

د بغلان ولايت په مرکز پلخمري کې د څو کورنيو ترمنځ راپورته شوې شخړه، چې يو کس پکې وژل شوی و او ګڼې خپلمنځي ستونزې يې را ولاړې کړې وې د دغه ولايت د سرحدونو،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۷
Background image

پکتيا کې د څه باندې درې لسيزو مرګوني بدي په دوستي بدله شوه

 

چهار شنبه ۱۵ محرم الحرام ۱۴۴۸

د پکتیا ولایت احمداباد ولسوالي اړوند د سدخېلو قوم د اځک خېلو په کلي کې د دوه کورنیو ترمنځ ۳۴ کلنه بدي، چې له يوه طرفه یوتن پکې وژل شوي و د ياد ولايت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۴
Background image

(( امنیت د یوه هیواد لپاره حیاتي موضوع ده))

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزير ملا نور الله نوري د اهل تشيع له علماوو، سپین ږیرو او مشرانو سره په جوړه شوې غونډه کې د خپلو خبرو پرمهال وويل: ولس د. . .

BACK TO NEWS

User account menu