د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست له حیرتان بندر څخه لیدنه وکړه

mobta-af
دوشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۷ - ۱۰:۱۳
Mobta

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست وزیر الحاج ملا نورالله نوري او مل پلاوي شمالي ولایتونو ته د خپل سفر په اوږدو کې نن د بلخ ولایت له حیرتان بندر څخه په داسې وخت کې لیدنه وکړه چې پر مهال یې د یاد بندر ځایي مسؤلینو حضور درلود.

په دې لیدنه کې ښاغلي نوري په یاد بندر کې له ځایي مسؤلینو، اداري تأسیساتو او د حیرتان بندر له صفري نقطې څخه لیدنه د سفر موخه یاده کړه، همداراز ښاغلي نوري زیاته کړه چې له ازبکستان هېواد سره یې دوه اړخیزې اړیکې تر بل هر اوس ښې دي، نوموړي د ترانزیټ او سوداګریزو راکړو ورکړو په اړه خوښي وښوده او د صادراتو وارداتو د زیاتوالي په اړه یې ډاډ څرګند کړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۸:۴۴
Background image

په هرات کې د ۸ کلنې شخړې ترڅنګ يوه بله شخړه هم هواره شوه

 

چهارشنبه ۱۴۴۶/۷/۲۲

د هرات ولايت په کشک کوهنه ولسوالۍ کې د نورزي قوم د دوو کورنيو ترمنځ هغه راپورته شوې شخړه هواره شوه، چې له دواړو لوريو څخه په کې دوه تنه وژل شوي، څو تنه ټپيان او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲ - ۱۰:۳۴
Background image

بادغيس کې دوه قومونه له ۳۰ کلنې دُښمنۍ ورسته سره پخلا شول

 

دوشنبه ۱۴۴۶/۷/۱۹

د بادغيس ولايت بالا مرغاب او غور ماچ ولسواليو کې د موسی زي او اڅکزي قومونو ترمنځ شاو خوا دېرش کلنه دُښمني په سوله ييز ډول حل او دواړه قومونه د ورورۍ په ټغر راټول. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۳۰ - ۹:۸
Background image

په بلخ او کاپيسا ولايتونو کې دوه جلاجلا شخړې هوارې شوې

شنبه ۱۴۴۶/۷/۱۷

د بلخ ولايت په چهاربولک ولسوالۍ کې د دوو کورنيو ترمنځ هغه يو کلنه دښمني پاي ته ورسېده، چې له يوه لوري په کې يو کس وژل شوی، څو تنه ژوبل شوي او دواړو خواوو ته پکې ګڼ مالي. . .

BACK TO NEWS