د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست له حیرتان بندر څخه لیدنه وکړه
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست وزیر الحاج ملا نورالله نوري او مل پلاوي شمالي ولایتونو ته د خپل سفر په اوږدو کې نن د بلخ ولایت له حیرتان بندر څخه په داسې وخت کې لیدنه وکړه چې پر مهال یې د یاد بندر ځایي مسؤلینو حضور درلود.
په دې لیدنه کې ښاغلي نوري په یاد بندر کې له ځایي مسؤلینو، اداري تأسیساتو او د حیرتان بندر له صفري نقطې څخه لیدنه د سفر موخه یاده کړه، همداراز ښاغلي نوري زیاته کړه چې له ازبکستان هېواد سره یې دوه اړخیزې اړیکې تر بل هر اوس ښې دي، نوموړي د ترانزیټ او سوداګریزو راکړو ورکړو په اړه خوښي وښوده او د صادراتو وارداتو د زیاتوالي په اړه یې ډاډ څرګند کړ.