د بغلان ولايت په دهنه غوري ولسوالي کې له خلکو سره ولسي غونډه ترسره شوه
يکشنبه ١۸ صفر المظفر ۱۴۴۸
د بغلان ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو آمر مولوي احسان الله ثاقب د دغه ولايت د دهنه غوري ولسوالۍ په کچه یوه پراخه ولسي غونډه جوړه کړه، چې پکې د ياد ولایت والي مولوي عبدالله مختار په ګډون د اسلامي امارت يو شمير مسئولینو، قومي مشرانو، دیني علماوو او عامو خلکو حضور درلود.
د غونډې پر مهال ګډونوالو د اسلامي نظام د پیاوړتیا او د ولس او حکومت ترمنځ د همغږۍ رول مهم وباله دوی وويل: اسلامي نظام د ولس خدمتګار دی او شپه او ورځ د خلکو د هوساینې لپاره هڅې کوي. په ياده غونډه کې علماء کرامو او قومي مشرانو عامو خلکو ته د اسلامي نظام د مسئولینو د اطاعت او همکارۍ سپارښتنه وکړه.
د بغلان ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمريت له لوري دا غونډه داسې مهال تر سره کيږي، چې تر دې وړاندې د اندراب او نهرین ولسوالیو په ګډون په ځينو نورو سیمو کې هم د ياد آمريت لخوا د امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د فرمانونو د تطبیق په اړه دعامه پوهاوي ناستې ترسره شوې دي
