((د افغانستان غیور ملت بیا نه دوکه کېږي، ځکه دا ولس اوس د دُښمن د هر ډول توطیو او نیرنګونو پر وړاندې هوښیار او بیدار شوی دی))
پنجشنبه /۶/ذوالقعده/۱۴۴۷
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري په بدخشان ولایت کې له اسلامي نظام څخه د دفاع او ملاتړ تر سرلیک لاندې جوړې شوې غونډې ته څرګنده کړه، چې اوس هم د نړۍ ځینې استخباراتي ډلې په بېلابېلو نومونو غواړي زموږ د هیواد امنیت اخلال کړي. هغه د باور په څرګندولو سره وویل، د افغانستان غیور ملت بیا نه دوکه کېږي، ځکه دا ولس اوس د دُښمن د هر ډول توطیو او نیرنګونو پر وړاندې هوښیار او بیدار شوی دی. نوموړي اطمینان ورکړ چې، اسلامي امارت پر خپله ټوله خاوره واکمن دی او هیچاته د تېري کولو اجازه نه ورکوي.
ځایې خلکو جوړې شوې غونډې ته په ډاګه کړه، چې د اسلامي امارت په راتګ سره د افغانستان په ګوټ ګوټ کې امن ټینګ شوی او د تبعیض لمن ټوله شوې ده. هغوی زیاته کړه، چې په هېواد کې د ملي یووالي او اسلامي نظام د لا پیاوړتیا لپاره اړینه ده چې ټول هېوادوال د خپلو مشرانو اطاعت وکړي او هغه اشخاص چې هڅه کوي په هېواد کې دهشت او وحشت ته لمن ووهې مخه یې ونیول شي.
په یاده غونډه کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت وزیر، د ياد وزارت د جرګو او قبايلي چارو د همغږۍ معين مولوی محمد علي جان احمد، د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت معین شیخ نورمحمد حقاني، د استخباراتو ریاست استازي مولوي اختر شاه هاشمي، د بدخشان ولایت والي مولوي محمد اسماعیل غزنوي، ځایی قومي مخورو، علماء کرامو، د ولسونو استازو او عامو خلکو ګډون کړی وو.
