په کنړ او بغلان کې د مرورو کورنيو پخلاينه
یکشنبه ۲۱ ربيع الآخر ۱۴۴۸
د کنړ ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست مسؤلينو د ياد ولايت په سرکاڼو ولسوالي کې د دوو کورنيو ترمنځ د ځمکو د ملکيت پر سر اختلافاتو له کبله راپورته شوې شخړه د خبرو اترو له لارې حل او دواړو لوريو د سولې لاسونه سره ورکړل.
همداراز د بغلان ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمريت د استازو او قومي مشرانو د هڅو په پايله کې د دغه ولايت په مربوطاتو کې يوه حقوقي شخړه د سولې او تفاهم له لاري په دوستي او ورورولي بدله شوه.
د يادو دواړو رامنځته شويو شخړو پرمهال ښکېلو خواوو ته د ګڼو ستونزو سربېره ځيني مالي تاوانونونه هم رسېدلي وو، چې د هغوی ژوند يې تريخ کړی وو.
