خوست کې د څه باندې شپږو لسیزو شخړه هواره شوه

taqi_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۳۰ - ۱۲:۹
خوست کې د څه باندې شپږو لسیزو شخړه هواره شوه

پنج شنبه ۲ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د خوست ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست استازو د ځايي قومي مشرانو، ديني عالمانو او متنفذينو په دوامدارو کوششونو دغه ولايت کې د کوچي قوم ترمنځ د ځينو خپلمنځي مسايلو پر سر راپورته شوې د ۶۷ کلونو اوږدمهاله مرګونې شخړه هواره کړه او طرفين يې د سولې په ټغر سره راټول کړل. د روغې جوړې په برابرو شويو مراسمو کې ویناوالو د اسلامي او افغاني ارزښتونو له مخې پر بښنې، صبر او یووالي ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې دښمني یوازې ویجاړي زېږوي، خو سوله د پرمختګ او هوساینې لارې هواروي. همداراز مسؤلينو په خپلو خبرو کې له ښکېلو لوريو وغوښتل، چې پاتې ژوند په يووالي، مينه، ورورولي او خوشحالي کې تېر کړي او هېڅ راز دښمنيو ته زړه ښه نه کړي. د يادې رامنځته شوې شخړې په پايله کې له دواړو خواوو يو تن وژل شوی، يو بل تن ټپي شوی او د لويو مالي تاوانونو سربېره يې په ډار او وېره کې ژوند کاوه، چې له روغې جوړې وروسته يې يو بل ته په بښنې کولو سره دسولې غاړې ورکړې او نوی د خوښي ژوند يې پيل کړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲ - ۱۲:۴۲
Background image

دلغمان او پکتیا ولایتونو په لرې پرتو ولسوالیو کې له خلکو سره غونډې ترسره شوې

‏ شنبه ۴ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د لغمان ولایت قرغیو او د پکتیا ولایت د ډنډپتان او څمکنیو ولسوالیو کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاستونو او آمریتونو له لوري د قومي مشرانو، عامه خلکو،. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲ - ۱۱:۳۲
Background image

خوست ولايت کې د ۱۸ کلنې دوښمني ترڅنګ يو بله مرګونې شخړه هم پايته ورسېده

پنج شنبه ۲ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د خوست ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو ریاست د مسولینو، قومي مخور، دیني علماوو او مصلحینو په هڅو په خوست ولايت کې هغه شخړه هواره شوه چې د تیرو ۱۸. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۳۰ - ۱۲:۹
Background image

خوست کې د څه باندې شپږو لسیزو شخړه هواره شوه

پنج شنبه ۲ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د خوست ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست استازو د ځايي قومي مشرانو، ديني عالمانو او متنفذينو په دوامدارو کوششونو دغه ولايت کې د کوچي قوم ترمنځ د. . .

BACK TO NEWS

User account menu