خوست کې د څه باندې شپږو لسیزو شخړه هواره شوه

taqi_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۳۰ - ۱۲:۹
خوست کې د څه باندې شپږو لسیزو شخړه هواره شوه

پنج شنبه ۲ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د خوست ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست استازو د ځايي قومي مشرانو، ديني عالمانو او متنفذينو په دوامدارو کوششونو دغه ولايت کې د کوچي قوم ترمنځ د ځينو خپلمنځي مسايلو پر سر راپورته شوې د ۶۷ کلونو اوږدمهاله مرګونې شخړه هواره کړه او طرفين يې د سولې په ټغر سره راټول کړل. د روغې جوړې په برابرو شويو مراسمو کې ویناوالو د اسلامي او افغاني ارزښتونو له مخې پر بښنې، صبر او یووالي ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې دښمني یوازې ویجاړي زېږوي، خو سوله د پرمختګ او هوساینې لارې هواروي. همداراز مسؤلينو په خپلو خبرو کې له ښکېلو لوريو وغوښتل، چې پاتې ژوند په يووالي، مينه، ورورولي او خوشحالي کې تېر کړي او هېڅ راز دښمنيو ته زړه ښه نه کړي. د يادې رامنځته شوې شخړې په پايله کې له دواړو خواوو يو تن وژل شوی، يو بل تن ټپي شوی او د لويو مالي تاوانونو سربېره يې په ډار او وېره کې ژوند کاوه، چې له روغې جوړې وروسته يې يو بل ته په بښنې کولو سره دسولې غاړې ورکړې او نوی د خوښي ژوند يې پيل کړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۱:۵۳
Background image

نیمروز ولايت کې د مسؤلينو په هڅو لس کلنه شخړه هواره شوه

 

دوشنبه ۸ ربیع الآخر ۱۴۴۸


د نيمروز ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست رئيس مولوي عبدالباري په مشري د اسلامي امارت د ځينو منسوبينو، قومي مشرانو او علماوو په شريکو همکاريو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۰:۵۶
Background image

په ولسوالیو کې د اسلامي شریعت د تطبیق او ولسي همغږي په موخه د عامه غونډو  روانه لړۍ

 

دوشنبه ۸ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د خپلو ولایتي او محلي ادارو په همکاري د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ولسوالیو په کچه د اسلامي شریعت د تطبیق، ولسي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۹:۵۵
Background image

ننګرهار په خوږياڼو ولسوالي کې د نږدې ۳۸ کالو اوږدمهالې بدي حل

 

دوشنبه ۸ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د ننګرهار ولایت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو ریاست مسؤلینو، دیني عالمانو، قومي مشرانو او متنفذینو په هڅو د دغه ولايت په خوږياڼو ولسوالي کې هغه اوږدمهاله. . .

BACK TO NEWS

User account menu