« په اسلام کې د قوم په نوم تبعيض، دښمنۍ او ډلبازۍ مردودې دي» (ديني عالم)

mobta_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۶/۲۸ - ۲۰:۶
Mobta

سه شنبه۴ربیع الاول۱۴۴۵

په کندز ولایت کې د قومونو تر منځ د يووالي ترعنوان لاندې غونډه د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست ښاغلي الحاج ملانورالله نوري، د جرگو او قبايلو چارو د همغږۍ معين ښاغلي ملا عبدالخالق عابد او مل پلاوي له خوا د دغه ولايت د سلګونه ديني عالمانو، قومي مشرانو او مخورو په ګډون جوړه شوه. په پیل کې څو تنو قومي مشرانو او ديني عالمانو په خپلو خبرو کې د قومونو او قبيلو تر منځ تعصب او ډلبازيو ته په اشارې سره وويل چې په اسلام کې د قوم په نوم تبعيض، دښمنۍ او ډلبازۍ مردودې دي هغو زیاته کړه چې قومونه د افغاني ټولنې مهم جوړښت دی دوی د پرمختللې او متحدې ټولنې لپاره د قومونو تر منځ په انسجام، یووالي او همغږۍ ټینګاروکړ. نوموړو همدراز وویل چې د تېرې دورې چارواکو به د ملیونونو افغانيو په مصرفولو سره د‌ جرګو او غونډو په نوم زموږ په ملي ارزښتونو ملنډې وهلې، چې اوس الحمدالله په واقعي معنی د مشرانو نظرونه د خپلو سيمو د پرمختګ او د ستونزو هوارولو په برخه کې په ازاده فضا کې اخيستل کيږي.

Mobta او په ريښتنې معنی د يووالي لپاره کار پيل شوی. ورپسي د جرګو معين ښاغلي ملا عبدالخالق عابد د اشغال پر وړاندې د کندز د مجاهد ولس د قربانيو يادونه وکړه ويې ويل چې د جهاد په مراحلو کې د کندز ولس بريالی امتحان ورکړی، په ګډه د همدې ولس د بېدریغه قربانيو نتيجه وه چې اوس په ټول هېواد کې خپلواکي او سرتاسري امنيت لرو. سرپرست وزیر الحاج ملا نورالله نوري وویل د شوروي سرې لښکرې چې افغانستان ته راغلې د دوئ لاسپوڅو به ويل چې دا نه ماتيدونکی فوځ دی، خو د افغانستان د مجاهد ولس د بې درېغه قربانيو په نتيجه کې هغه نه ماتيدونکی لښکر له شرمونکې ماتې سره مخامخ او زموږ له ګران هېواده یې پښې سپکې کړې، د کندز او بغلان د مجاهدينو د اتلوليو نښې نښانې د روسانو تخريب شوي ټانکونه اوس هم د لارو پر څنډو پراته دي. د دې غيرتي ولسونو وفا او قرباني به تاريخونه ياد ساتي‌. زیاته یې کړه چې افغانان هيڅ کله په قربانيو ورکولو نه ستړي کيږي او نه په زندانونو او مرګونو له خپلو اهدافو څخه پرشا کیږي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۹ - ۹:۴۸
Background image

په کنړ ولایت کې شخړه حل شوه

۱۷\۸\۱۴۴۵ هـ ق

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رئیس ښاغلي ملا تحمید الله غازي په کنړ ولایت کې د دوو کورنیو تر منځ رامنځته شوې شخړه حل کړه.

یاده شخړه چې د یوه هلک او جنۍ په سر رامنځته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۹ - ۹:۲۱
Background image

له څيړونکوو سره د ورسپارل شويو مسوليتونو د ارزونې په موخه دويمه تعقيبي ناسته ترسره شوه

۱۷\۸\۱۴۴۵ هـ ق

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت په مسلکي معینیت کې د تحقیق او مطالعاتو ریاست د څيړونکوو  په گډو هڅو د هېواد په بېلابيلو ولايتونو کې د مختلفو موضوعاتو پر سر د را. . .

چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۹ - ۹:۳
Background image

په هرات ولایت کې د همغږۍ غونډه تر سره شوه

١٧/٨/١٤٤٥ ھ ق

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت په هرات ولایت کې له قومونو سره د همغږۍ غونډه ترسره کړه.

په یاده غونډه کې د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ معین الحاج ملا عبد الخالق. . .

BACK TO NEWS