د کندوز ولسونو د سولې مشورتي لویې جرګې له پرېکړو، بین الافغاني خبرو د ملاتړ او اوربند غوښتنه وکړه.

mobta-af
پنجشنبه ۱۳۹۹/۷/۳ - ۹:۴۴
mobta

 

نن چهار شنبه د(تلې۲مه۱۳۹۹) کندوز ولایت د سرحدونو او قبایلو چارو ریاست له لوري جوړې شوې غونډې کې د مرکز او ولسوالیو څخه راغلیو ګڼ شمېر د بېلابېلو قومي شوراګانو مشرانو، قومي مخورو، علمای کرامو، مدني فعالانو او ځوانانو، تر څنګ د کندوز ولایت سرپرست والي نجیب الله عمرخیل، د کندوز ولایتي شورا رئیس محمد یوسف ایوبي، د کندوز علماوو شورا رئیس مولوي محمد عقیل سیرت او د یو شمېر دولتي ادارو رئیسانو ګډون کړی و.

د سرحدونو او قبایلو چارو رئیس نظیف الله نظیف د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست او سرحدونو قبایلو چارو محترم وزارت د رهبرۍ پیغام رسولو تر څنګ، په سولې کې د قومي مخورو پر رول خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې، قومي مخور د سولې په برخه کې بنسټیزې پایې دي.

د کندوز سر پرست والي، ولایتي شورا رئیس او د علماوو د شورا رئیس د سولې پروسې په تړاو هر اړخیزې خبرې وکړې، د دولت د سولې له پروسې او بین الافغاني خبرو څخه یې ملاتړ اعلان کړ، بین الافغاني خبرې یې د باثباته او با عزته سولې ته د رسېدو بنسټیزه لار وبلله.

د قومي شوراګانو مشران، قومي مخور، مدني فعالان او ځوانان د غونډې نور ویناوال وو، چې په یوه خوله یې د مشورتي لویې جرګې له پرېکړو، بین الافغاني خبرو ملاتړ او اوربند غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه، چې جګړه د حل لار نه ده، په افغان دولت او وسله والو طالبانو یې غږ وکړ، چې ولسونه له جګړې ستړي، سوله غواړي او سولې ته د رسېدو لپاره دې اوربند وکړي.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۵:۱۲
Background image

((ژمن يو، چې د اسلامي بيرغ تر سيوري لاندې په عزت او لوړو سترګو ژوند وکړو))

 

چهارشنبه ۳ رجب المرجب ۱۴۴۷

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د ملت د اتحاد، اسلامي نظام بقاء او ولس هوساينې په موخه د ولسي ناستو په لړ کې، نن د هرات ولايت په مرکز کې د ياد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۵:۷
Background image

د مسؤلينو د منځګړيتوب په پايله کې بلخ کې ۴ کلنه، جوزجان کې ۲ کلنه او سمنګان کې هم مرګوني شخړه پای ته ورسېده چهارشنبه ۳ رجب المرجب ۱۴۴۷ د بلخ ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو

رياست مسؤلينو د منځګړيتوب په پايله کې د دغه ولايت په قرشيګګ ولسوالي کې.

د دوو کورنيو ترمنځ د شاوخوا څلورو کلونو په دوام د ځمکې د ملکيت پرسر هغه راپورته شوې شخړه هواره شوه، چې دواړه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۰:۱۴
Background image

((د بادغيس ولسونه د اسلامي امارت تر حاکميت وروسته د خدمت او پرمختګ شاهدي ورکوي))

 

سه شنبه ۲ رجب المرجب ۱۴۴۷

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت په ټول هيواد کې د ملت د اتحاد، اسلامي نظام بقاء او ولس هوساينې په موخه د ولسي غونډو د لړۍ په دوام نن په بادغيس ولایت. . .

BACK TO NEWS

User account menu