((ژمن يو، چې د اسلامي بيرغ تر سيوري لاندې په عزت او لوړو سترګو ژوند وکړو))

taqi_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۵:۱۲
((ژمن يو، چې د اسلامي بيرغ تر سيوري لاندې په عزت او لوړو سترګو ژوند وکړو))

 

چهارشنبه ۳ رجب المرجب ۱۴۴۷

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د ملت د اتحاد، اسلامي نظام بقاء او ولس هوساينې په موخه د ولسي ناستو په لړ کې، نن د هرات ولايت په مرکز کې د ياد وزارت د معين الحاج مولوي محمد علي جان احمد په مشري له ولايتي مسؤلينو، قومي مخورو، ديني علماوو او د سيمې له اوسېدونکو سره يوه پراخه ولسي غونډه جوړه کړه.

دغه غونډې ته قومي مشرانو د ولسي يووالي پر ارزښت ټينګار وکړ ويې ويل: موږ باید دومره یووالي او همغږي ولرو، چې په ژبه او عمل کې مو هیڅ توپیر یا اختلاف پاتې نه شي. دوي همداراز زياته کړه، چې عزت او وقار مو د اسلامي نظام په ساتنه او پياوړتيا کې دی، نو ژمن يو، چې د اسلام بيرغ رپانده وساتو او د همدې بيرغ تر سيوري لاندې په عزت او هسکو سترګو ژوند وکړو.

غونډې ته د جرګو او قبايلي چارو د همغږۍ معین ښاغلي احمد په تېر شل کلن اشغال کې د ولسونو قربانيو ته په اشاره وويل: شل کاله وینې توی شوې، ډېری ځوانان مو قرباني شول، تر څو اسلامي نظام قایم او په هيواد کې امن او ثبات راشي، چې نن لله الحمد هغه ثمره په سترګو وينو. نوموړي همداراز په هیواد کې ځینې تېرې پرېکړې او چلندونه د قومونو ترمنځ د یووالي پر ځای د بې اتفاقۍ لامل وبلل او څرګنده يې کړه، چې د يادو بې اتفاقيو، شخړو او بدبينيو لپاره ا.ا.ا شپه او ورځ په کار بوخت دی، ترڅو خلکو ته د هوسا او ډاډمن ژوند زمينې برابرې کړي

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۱۲:۱۵
Background image

د فراه په دره جوين او باميان په ورس ولسوالي کې له خلکو سره د شریعت د نفاذ او همغږۍ غونډې وشوې

 

دوشنبه ۱۷ ربيع الأول ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت تر چتر لاندې د فراه ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست مسؤلينو د دغه ولايت په دره جوين او باميان ولايت د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۸ - ۱۲:۴
Background image

د بلخ ولايت د حيرتان بندر د سرحدي وضعیت او اداري چارو ارزونه

 

‌يکشنبه ۱۶ ربیع‌الأول ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د سرحدي پلټنو مرستیال مولوي عنایت ‌الله شجاع د یوه ګډ پلاوي په مشري د بلخ ولایت حيرتان بندر ته سفر وکړ او هلته یې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۸ - ۱۱:۲۴
Background image

جوزجان کې د ۷ کلنې بدي ترڅنګ بدخشان او سمنګان کې جلاجلا شخړې هوارې شوې

 

‌يکشنبه ۱۶ ربیع‌الأول ۱۴۴۸

د جوزجان ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست د مسؤلينو لخوا د دغه ولايت په قوشتپه ولسوالي کې د څو تنو هېواد والو ترمنځ د پيسو پر سر راپورته شوي. . .

BACK TO NEWS

User account menu