د کوچیانو چارو د سمون له لوی رئيس سره کتنه!

mobta-af
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۶/۲۵ - ۱۴:۴۸
mobta

 

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست او نوماند وزیر ښاغلي محب لله صمیم نن سه شنبې د ۱۳۹۹ لمریز کال د وږي میاشتې پر ۲۵ مه نېټه د کوچیانو چارو د سمون له لوی رئيس ښاغلي استاد حبیب الرحمن او ملګرو سره یې د خپل کار په دفتر کې وکتل.

په دې کتنه کې، چې د وزارت د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ مرستیال ښاغلی محمد یعقوب احمدزی هم حاضر و، ښاغلي استاد حبیب الرحمن احمدزی د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د نوي سرپرست او نوماند وزیر د ټاکل کېدو له امله ښاغلي صمیم ته د مبارکې ویلو ترڅنګ نوموړی یو وړ او مجرب شخص یاد او د دواړو ادارو ترمنځ یې د ګډو همکاریو د پراختیا او دوام ژمنه وکړه.

ورپسې د سرحدونو او قبایلو چارو سرپرست او نوماند وزیر ښاغلي محب الله صمیم د کوچیانو چارو د سمون له لوی رئيس د راتګ څخه خوښي څرګنده کړه، په ګډو هلو ځلو او همکاریو یې ټينګار وکړ.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۵
Background image

د بایزید روښان انستیتیوت کانکور ازموینه واخیستل شوه

۲۶/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ په کابل کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند بایزید روښان انستیتیوت د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د نویو زده کړیالانو د جذب په موخه د کانکور ازموینه واخیسته.

. . .
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۱
Background image

په بلخ ولایت کې یوه ۳۰ کلنه اختلافي موضوع حل شوه

سه شنبه/ ۲۸/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ دبلخ ولایت دسرحدونو،قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلینو دیو شمېر محلي چارواکو،قومي مشرانو او دیني عالمانو په ملتیا دځمکې پرسر هغه شخړه هواره کړه، چې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۳۳
Background image

په کونړ کې د کورنۍ تاوتریخوالي پرسر راپورته شوې شخړه هواره شوه

شنبه/ ۹/ شوال المکرم/۱۴۴۷ د کونړ ولایت د پېچ درې او وټه پور ولسوالیو د دوو کورنیو ترمنځ د کورني تاوتریخوالي پرسر څه موده وړاندې پېښه شوې شخړه.

یاده شخړه د کونړ د سرحدونو ،قومونو او. . .

BACK TO NEWS

User account menu