د چارو ادارې له لوې رئیس سره کتنه!

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر محترم محمد شفيق ګل آغا شېرزي نن دوشنبې د روان لمريز کال ثور د میاشتې په22مه نېټه په داسې حال کې، چې د وزارت مسلکي مرستيال ښاغلى ډاکټر فريدون بارکزى هم ورسره ملګرۍ و، د جمهوري ریاست د چارو ادارې له لوې رئیس ښاغلي ډاکټر فضل محمود فضلي سره وکتل.
په دې کتنه کې د چارو د ادارې لوې رئیس په خپلو خبرو کې د سولې او ملي يووالي په ټينګښت، د قومونو د انسجام، د جرګو له لارې د شخړو د حل، د نا امنو سيمو ځوانانو ته د زده کړې د مناسب چاپېريال برابرولو او نورو اړوندو چارو کې د سرحدونو او قبایلو چارو د محترم وزير په مشرۍ د وزارت کړنې وستايلې.
همدا راز ښاغلي شېرزي په خپلو خبرو کې سوله د افغانانو اساسي اړتيا وبلله ټينګار يې وکړ، چې د چارو ادارې او نورو اړوندو ارګانونو سره به يو ځاى د افغانستان د لومړيتوبونو او ملي ګټو په تامينولو کې خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړي.