د افغانستان د اسلامي جمعيت د اجرايي شورا له ريس سره د هېواد د روانو حالاتو په باب خبرې وشوې!
د سرحدونو او قبايلو چارو وزير محترم محمد شفيق ګل آغا شېرزي نن په داسې حال کې، چې د وزارت مسلکي معين ښاغلى ډاکټر فريدون بارکزى هم حاضر و، د افغانستان د اسلامي جمعيت د اجرايي شورا له ريس ستر جنرال عطامحمد نور سره وکتل.
په دې کتنه کې دواړو لورو په هېواد کې د روانو حالاتو، سولې او ملي يووالي د ټينګښت، د آرامتيا د ساتلو، او يو لړ نورو مهمو ملي موضوعاتو په اړه بحث او د نظر وړ خبرې وکړې.