د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت ته عظيم اشان د قرآن شريفونو سپارل!

mobta-af
دوشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۷ - ۱۰:۱۸
mobta

د حج او اوقاف وزارت له خوا ۵۰۰ ټوکه ژباړل شوي قران شریفونه د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د تحقیق او مطالعاتو ریاست ته سپارل شوي، چې په دې کې ۲۵۰ ټوکه په پښتو او ۲۵۰ ټوکه په درې ژبې ژباړل شوي دي.

د حج او اوقافو وزارت له خوا د سرحدونو او قبايلو چارو وزارت مقام لپاره دوه ټوکه قران شريفونه او مننليک ځانګړي راستول شوي وه، چې نن د تحقيق او مطالعاتو د رئيس ښاغلي جاويد احمد وفا له خوا د وزارت مسلکي مرستیال ښاغلي ډاکټر فریدون بارکزي ته وسپارل شول.

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت مسلکي مرستیال ښاغلي ډاکټر فریدون بارکزي په خپلو خبرو کې د حج او اوقاف وزارت څخه د دې نیک کار له امله مننه وکړه او د تحقیق مطالعاتو رئيس ښاغلي جاوید احمد وفا ته یې لارښوونه وکړ، چې یاد قران شریفونه د وزارت کارکونکو او د وزارت اړوند لېسو زده کوونکو ته د تلاوت لپاره توزیع کړي.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۵ - ۱۱:۵
Background image

د هيواد په شپږو ولايتونو کې د ولسواليو په کچه ولسي غونډې ترسره شوې

 

پنجشنبه ۱۵ جمادی الأولی ۱۴۴۷

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د پلان سره سم د هيواد په مختلفو ولایتونو کې له ولسي خلکو سره د ولسي یووالي او ستونزو د اوريدو په موخه د پيل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۳ - ۱۰:۴۴
Background image

د ولسواليو په کچه د ولسي غونډو دوام

 

دوشنبه ۱۲ جمادی الأولی ۱۴۴۷

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د پلان له مخې د هيواد په بېلابېلو ولایتونو کې له ولسي خلکو سره د ولسي یووالي او ستونزو د اوريدو په موخه د غونډو په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۲ - ۹:۱۴
Background image

خوست کې د ۱۸ کلنې شخړې سربېره پروان کې ۴ کلنه او لغمان کې هم شخړه هواره شوه

 

يکشنبه ۱۱ جمادی الأولی ۱۴۴۷

د خوست ولایت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو ریاست د استازو لخوا د قومي مشرانو او ديني عالمانو په منځګړيتوب د دغه ولايت په تڼيو ولسوالي کې د دوو کورنيو. . .

BACK TO NEWS

User account menu