د وزارت فرهنګي کړنې وستايل شوې!

mobta-af
چهارشنبه ۱۳۹۸/۷/۲۴ - ۱۰:۴۷
د وزارت فرهنګي کړنې وستايل شوې!

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت مسلکي مرستیال ښاغلي ډاکټر فریدون بارکزي د روان کال د تلې میاشتې په ۲۳ مه نېټه د هېواد نومیالي لیکوال او شاعر ښاغلي پوهاند رازقي نړیوال سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.

په دې کتنه کې ښاغلي رازقي نړيوال د وزارت له محترم مشرتابه په تېره بيا له مسلکي معينیت او دعامه پوهاوې ریاست څخه مننه وکړه، چې د نوموړي کتاب يې په ښکلي صحافت سره چاپ کړى دى.

همدا راز ښاغلي مسلکي معين د ښاغلي نړیوال کتاب، چې پنځوس علمي مقالې تر سرلیک لاندې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت په همکارۍ او مالي مرسته چاپ شوی له ارزښته ډک وبللو هیله یې څرګنده کړه، چې له محتویاتو څخه به یې لوستونکي، چې د یو شمېر سیمو د تاریخي جغرافيې څخه بحث کوي ډېره ښه ګټه پورته کړي .

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۲۹
Background image

آشتی دو خانواده جدا شده در کنر


شنبه، ۴ محرم الحرام ۱۴۴۸ 
جنجال میان دو خانواده در ولسوالی سرکانو ولایت کنر بر سر برخی از مسایل داخلی به صورت مسالمت آمیز حل شد و هر دو طرف دست به دست هم دادند.
مسئولان ریاست امور
. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۲۴
Background image

کنړ کې د دوو جلا شويو کورنيو پخلاينه

 

شنبه ۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د کنړ ولايت په سرکاڼو ولسوالي کې د دوو کورنيو ترمنځ د ځينو خپل منځي مسائلو پر سر راپورته شوې شخړه په سوله ييز ډول حل او دواړو لوريو يو بل ته د ورورولي لاسونه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۲۰
Background image

بلخ کې د مسؤلينو په هڅو دوه کلنې دښمني پای وموند

 

پنجشنبه ۲ محرم الحرام ۱۴۴۸

د بلخ ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست په هڅو د دولت آباد ولسوالي اړوند د دوو کورنيو تر منځ هغه دوه کلنه دښمني، چې د خپلمنځي اختلافاتو له امله. . .

BACK TO NEWS

User account menu